د ولسي جرګې نوماندانو امنیت ته لازمه پاملرنه وکړئ

 

د ولسي جرګې نوماندانو امنیت ته لازمه پاملرنه وکړئ
۸ تلې ۱۳۹۷
دغه ټکی د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ته د ځانګړې امنیتي جلسي پرمهال وکړ.
د کابل والي ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې د ولسي جرګې نوماندانو د امنیت خوندېتوب ته کار وکړي او دغه راز د هیڅ یوه نوماند پلوي ونه کړي.
د کابل والي په ولسوالیو کې د امنیت د ښه تامین او ځينو نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم ولسوالانو ته لازمي سپارښتنې وکړي.
ولسوالانو هم په خپل وار سره د کابل والي ته د خپلو ترسره شویو کړنو ګزارشونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د نوماندانو د امنیت خوندیتوب ته به کار کوي او د هیڅ یوه نوماند پلوي به نه کوي او د ټاکنو ترپایه به به بي طرفه پاتي کیږي.