د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کلتور او فرهنګ د پیژندګلوۍ نندارتون جوړ شو

 

د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کلتور او فرهنګ د پیژندګلوۍ نندارتون جوړ شو
۸ تلې ۱۳۹۷
د کابل ښار پوهې ریاست له لورې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کلتور او فرهنګ د پیژندګلوۍ، د ښځو لاسي صانیعو او مشهورو خوړو یوه ورځنی نندارتون نن په رابعه بلخي عالي لیسه کې ترسره شو.
په ياد نندارتون کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي، د کابل ښار پوهنې رییس ډاکتر احمد ضمیر ګوارا، د کابل ولایت د ښوونځیو امرینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وه.
په پیل کې د کابل ښار پوهنې رییس وویل د یاد نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه د ملي یووالي پیاوړتیا، د زده کوونکو ظرفیت لوړول او د هېواد له کلتور او فرهنګ څخه د زده کوونکو خبرول دي.
نوموړي د کابل والي څخه مننه وکړه چې تل یې د کابل ولایت د پوهنې بهیر پیاوړتیا ته کار کړی او په ټولو پروګرامونو کې يې فعاله برخه اخیستې ده.
ورپسې د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخې خبرې وکړي، د دا ډول نندارتونونو جوړول یې د هېواد د کلتور او فرهنګ د ښه پیژندلو لپاره مهم یاد کړل.
ده د کابل ښار پوهنې ریاست دا کار وستایل او په راتلونکې کې هم د داسې مهمو او شاندارو نندارتونونو د جوړیدو غوښتونکی شو.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم په خپلو خبرو کې د کابل ښار پوهنې ریاست دا کار وستایل، زیاته یې کړه کابل ته کوچنی افغانستان ویلای شو دلته د هېواد د ټولو ولایتونو، قومونو او مذهبونو خلک ژوند کوي.
ده وویل کابلیان په علم، کلتور، ادب او هېواد مین خلک دي او تل یې ټولو افغانانو ته په ورین تندي ځای ورکړی دی او د هغوی یې ښه میلمه پالنه کړې ده.
د کابل والي وویل زموږ هېواد غني فرهنګ لري او دغه راز له ټولو هېواد والو څخه هیله کوم چې کابل ته راځي د کابل فرهنګ ته دي درناوی وکړي او د کابل د اصل فرهنګ د بیا را ژوندي کولو او پاللو لپاره دي کار وکړي.
ده وویل له روانو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د پوهنې بهیر پیاوړتیا ده، موږ او تاسو شاهدان یو هغو چې پرون ښوونځي سوځول نن یې بیرته جوړوي او داچې نن هم څوک ښوونځي سوځوي سبا ته مجبور دي بیرته خپلو اولادونو ته ښوونځي جوړ کړي.
دغه راز د غونډې په پای کې یاد نندارتون رسما د کابل والي او پوهنې وزیر له لورې د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شو.
همدارنګه د کابل والي د یاد نندارتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.