د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خاکجبار ولسوالۍ له ولسوال، دیني عالمانو او قومي مخورو سره وکتل

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خاکجبار ولسوالۍ له ولسوال، دیني عالمانو او قومي مخورو سره وکتل

۳ تلې ۱۳۹۷
په پیل کې د خاکجبار ولسوال قاضي سلیمان بسطلوي په ولسوالۍ کې د امنیت، بیارغونې، پوهنې او خلکو سره د اړېکو او لیدنو په اړه د کابل والي ته مفصل ګزارش ورکړ.
ورپسې د خاکجبار ولسوالۍ د سیمه ییزي شورا مشر حاجي زیارت ګل خبرې وکړي د کابل والي څخه یې مننه وکړه چې د خپل ماموریت په جریان کې ئې خاکجبار ولسوالۍ ته په ټولو برخو کې لازمه پاملرنه کړې ده.
ده وویل د خاکجبار خلک د خپلي سیمه ییزي او ولایتې اداري سره پوره همکار دي، څه موده مخکې په یاده ولسوالۍ کې ځیني امنیتي ستونزي را پیدا شوي وي، کله چې د کابل والي او ورسره پلاوې یاده ولسوالۍ ته سفر وکړ او دغه راز د کابل والي د ځانګړې پاملرني له امله هغه سیمې چې ناامني شوي وي، اوسمهال هلته امنیتي ځواکونه میشت دي او امنیت د ډاډ وړ دی.
ده زیاته کړه د خاکجبار ولسوالۍ یو شمیر کسان چې کابل کې اوسیږي هغوی د ولسوالۍ د وضیعت په اړه ناسم تبلیغات کوي او ولایتې اداره یې باید مخه ونیسي.
د سیمه ییزي شورا مشر په روان کال کې په یاده ولسوالۍ کې د بیارغونې، برښنا، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې ترسره شوي کارونه وستایل او د کابل والي څخه یې وغوښتل چې په راتلونکې کال کې هم یادو برخو ته لازمه پاملرنه وکړي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري له راغلیو مشرانو څخه مننه وکړه چې تل یې د ملي یووالي حکومت او افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی ده.
د کابل والي وویل په ټول توان سره د خاکجبار خلکو له حقه حقوقو څخه په کلکه دفاع کوي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د خلکو حقوق ضایع کړي.
د کابل والي زیاته کړه د خاکجبار د امنیت د ښه تامین لپاره ځانګړي پلانونه چمتو شوي دي چې په پلي کیدو سره به یې په یاده ولسوالۍ کې امنیت په بشپړ ډول سره تامین شي.
د کابل والي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د روانې اونۍ په ترڅ کې به یو ځل بیا د امنیتي او ملکي ادارو یو شمیر مسوولین خاکجبار ولسوالۍ ته سفرونه وکړي د خلکو ستونزي، غوښتنې او وړاندیزونو به له نږدي واوري او د حل لپاره به یې کار وکړي.
ښاغلي حیدري په خاکجبار ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ په یووالي او همغږۍ ټينګار وکړ او له هغوی وغوښتل چې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره دي د سیمه ییزي اداري سره په ګډه کار وکړي.