په ټولنیزو چارو کې د کابل ولایت مرستیالې منیره یوسفزاده د روان کال د تلې میاشتې په دوهمه نېټه چهار آسیاب ولسوالۍ ته سفر ترسره کړ.

په ټولنیزو چارو کې د کابل ولایت مرستیالې منیره یوسفزاده د روان کال د تلې میاشتې په دوهمه نېټه چهار آسیاب ولسوالۍ ته سفر ترسره کړ.

هلته یې د چهارآسیاب ولسوالۍ له ملکي او نظامي ادارو، د نجونو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه، د مسوولینو او خلکو ستونزي، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
دغه رازمنیره یوسفزاده او د چهارآسیاب ولسوال ګوهرخان بابړ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د ولسي ملاتړ ریاست له لورې د کرکټ د جوړ شوي ټورنمنټ په پای لوبه کې هم ګډون وکړ.لوبغاړي یې وهڅول او هغوی یې د سولي سفیران وبلل.