د ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۹ یمې کالیزې د ښو نمانځلو او د لوی اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د ښه تامین په موخه غونډه د کابل والي په مشرۍ ترسره شوه.

 

د ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۹ یمې کالیزې د ښو نمانځلو او د لوی اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د ښه تامین په موخه غونډه د کابل والي په مشرۍ ترسره شوه.
۲۷ زمري ۱۳۹۷
په دغه غونډه د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي، د کابل ولایت دټولو ولسوالیو ولسوالانو، د پوهنې او کابل فرعي دریائې حوزي رییسانو، کلیو پراختیا بیارغونې او کرني ریاستونو استازو ګډون کړی وه.
د کابل والي ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه چې څه موده وړاندې یې د جلالتمآب جمهور رییس سره لیدنه ترسره کړه، د یادې لیدنې په ترڅ کې جلالتماب ولسمشر په کابل کې په بیلابیلو برخو کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کیدو په موخه د یوه حکم له مخې ځانګړې سپارښتنې وکړي، له ولسوالانو یې وغوښتل چې د جلالتمآب ولسمشر د لارښوونو او سپارښتنو سره سم خپل ګزارشونه په وخت ولایت مقام ته وسپاري تر څو یې موږ توحید او ورسته ولسمشرماڼۍ ته د پاتې کړنو د ترسره کیدو په موخه ولیږو.
دغه راز د کابل والي ولسوالانو ته سپارښته وکړه چې د ازادۍ د جشن او لوی اختر په مناسبت په ولسوالۍ کې ځانګړې امنیتي تدابیر ونیسئ او په یادو شپو او ورځو کې باید په ولسوالیو کې حاضر و اوسیږي.
ولسوالانو د کابل والي ته ډاډ ورکړ چې د یادو مهمو ملي او مذهبي ورځو په پار یې په بیلابیلو برخو کې ځانګړي تدابیر نیولي دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د کابل په ولسوالیو کې امینت خراب کړي.