د کابل والي محمد یعقوب حیدري د سولي عالي شورا د دارالانشا له رییس ډاکتر محمد اکرم خپلواک سره وکتل

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د سولي عالي شورا د دارالانشا له رییس ډاکتر محمد اکرم خپلواک سره وکتل

۲۰ زمري ۱۳۹۷
د کابل والي د سولي شورا روانې هڅې او پروګرامونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د کابل سوله دوست خلک په ټول توان سره په هېواد کې د تلپاتې سولي راتګ ته کار کوي.
ده وویل په تیر کوچني اختر کې کابل ته د طالبانو راتګ او د ولسونو له لورې د هغوی تود هرکلی ددې ښکارندویې کوي چې خلک له جګړي ستړي شوي دي او تلپاتې سوله غواړي، کابلیانو د طالبانو په ټولو ترسره شویو جنایاتونو او وحشتونو سترګې پټې او هغوی ته یې غیږه پرانېستله.
د کابل والي زیاته کړه چې د سولي د ټولو پروګرامونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
ډاکتر محمد اکرم خپلواک په بیلابیلو برخو کې د کابل والي هڅې وستایلې وې ویل د کابل ولایتې ادارې سره په همغږۍ به کارونه ترسره کوي او په دې برخه کې تر بل هرچا د کابل خلکو زیات ملاتړ ته اړتیا لري.