د کابل والي د نادریه عالي لیسې له آمر او یو شمیر ښوونکو سره وکتل

 

د کابل والي د نادریه عالي لیسې له آمر او یو شمیر ښوونکو سره وکتل
۱۶ زمري ۱۳۹۷
په پیل کې د نادریه عالي لیسې آمر نذیر اغا کوهستاني د کابل والي څخه مننه وکړه، چې د پوهنې بهیر پیاوړتیا او د ښوونکو ستونزو حل ته کار کوي.
کوهستاني وویل نادریه عالي لیسه د کابل ولایت له مشهورو لیسو څخه ده، چې له بدمرغه په دې ورستیو کې ورته لازمه پاملرنه نه کیږي.
ده وویل د یادې لیسې ودانۍ، تالار، انګړ او تشنابونه تخریب شوي دي او اساسي ترمیم ته اړتیا لري، یادو برخو کې یې د کابل والي څخه د مرستي غوښتنه وکړه.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د نادریه لیسې له آمر او ښوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د پوهنې بهیر پیاوړتیا یې په کاري لومړېتوبونو کې ده او په همدې موخه یې د کابل ولایت د پوهنې وضیعت د څیړلو او څارنې لومړنی کنفرانس جوړ کړ، چې په یاد کنفرانس کې د پوهنې وزارت رهبرۍ هم حضور درلود او د کابل ولایت د ښار او ولسوالیو د ښوونکو، زده کوونکو او د ښوونځيو ستونزي د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره د حل په موخه شریکي شوي.
ده د نادریه لیسې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو حل ته به یې جدي کار کوي او په همدي موخه به له خپل کاري ټيم سره نادریه لیسې څخه لیدنه وکړي.
دغه راز د کابل والي له یو شمیر دست فروشانو سره هم وکتل د هغوی ستونزي، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.