په کابل ولایت کې د ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۹ یمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي

په کابل ولایت کې د ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۹ یمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي

۱۴ زمري ۱۳۹۷
د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي په مشرۍ په کابل ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د لمانځلو په تړاو لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دغه ناسته کې مرستیال والي وویل سږ کال به د کابل په ښار او ولسوالیو کې د ګران هېواد د خپلواکۍ ورځ په ځانګړو او شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي، کابلیان به د خپلو نیکونو په ځانګړې توګه د ملي اتل شاه امان الله خان غازي له سرښندونو او قربانیو څخه په ښه ډول سره قدرداني وکړي.
مرستیال والي د جشن د ښه ترسره کیدو او دغه راز ددې ورځې د ښو لمانځلو په موخه د کابل ولایت مقام داخلي رییسانو او کارکوونکو ته لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړي.