د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي ولسوالۍ له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي ولسوالۍ له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

۲ زمري ۱۳۹۷
په پیل کې راغلیو مشرانو د کابل والي د ترسره شویو کړنو او روانو پروګرامونو څخه ستاینه وکړه، زیاته یې کړه د موسهي ولسوالۍ ولسونه په ټول توان سره د خپلي سیمه ییزي او ولایتي اداري له پلانونو څخه ملاتړ کوي.
مشرانو وویل: د موسهي خلکو تل د امنیت په تامین اود پرمختیایې پروژو په پلي کولو کې پوره همکاري ترسره کړي ده، خو له بدمرغه په تیرو وختونو کې موسهي ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوي او نه هم په یاده ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونه ترسره شوي دي.
یادو مشرانو د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې د متوازن پرمختګ له مخې دي په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتیا، کرني، برښنا او نورو برخو کې لازم کارونه ترسره کړي، ولسونه چمتو دي او د بیارغونې له ټولو پروګرامونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
مشرانو وویل په یاده ولسوالۍ کې د تلپاتي سولي او ټيکاو لپاره کار کوي، دوی د کابل والي څخه وغوښتل چې د امنیت د ښه تامین په موخه دي په یاده ولسوالۍ کې امنیتي پوستي زیاتي کړي او دغه راز د یادې ولسوالۍ په نظامي ادارو کې دي بدلون رامنځته کړي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي له خلکو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره متوازن پرمختګ ته کار کوي، په روان کال کې هم په موسهي ولسوالۍ کې د بیارغونې په برخه کې ځيني کارونه ترسره شوي دي او راتلونکې کې هڅه کوو چې د منظم او ځانګړي پلان له مخې په یاده ولسوالۍ کې د برښنا، کرنې، مالدارۍ، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړو.
ښاغلي حیدري د امنیت په تامین کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول ډېر مهم یاد کړ او له هغوی یې وغوښتل چې د امنیت په تامین کې له اړوندو اداره سره لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي حیدري وویل مخکې یې هم موسهي ولسوالۍ ته سفرونه ترسره کړي او په نږدي راتلونکې کې به له خپل کاري ټیم سره یو ځل بیا موسهي ولسوالۍ ته سفر کوي او د خلکو ستونزي به له نږدي اوري او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه اخلي.