د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابل امنیتي ناسته جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل امنیتي ناسته نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کابل ولایت امنیتي او ملکي مسوولینو په دې ولایت کې د امنیت د لا خوندیتوب په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د یادو مسوولینو د راپورونو او وړاندېزونو د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه ځانګړی ارزښت لري. 

هغه زیاته کړه، د کابل ګارنېزیون باید خپل ځانګړی ځای ومومي او ټول امنیتي او دفاعي قوتونه باید په هدفمند ډول د کابل د امنیت د ټینګښت په خاطر د تصمیم ګېرۍ پر واحد پلان او قومندې عمل وکړي.

د هېواد جمهوررئیس، د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د خلکو او مسوولینو ترمنځ یې پر مثبتو او محکمو اړیکو ټینګار وکړ.