جمهور رئیس له یو شمېر والیانو سره په کتنه کې: دولت باید د ملت په خدمت کې وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد والیانو سره د لیدنو په لړ کې نن ماسپښين د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو له والیانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د یادو ولایتونو والیانو د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت او په اړوندو ولایتونو کې د انکشافي او پراختیایي پروګرامونو د تطبیق د بهیر په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

د هېواد جمهور رئیس د یادو والیانو د راپور له اورېدو وروسته په محلي ادارو کې د چارو د وضعیت پر ښه والي ټینګار وکړ او والیانو ته یې لارښوونه وکړه چې د زیربنایي او پراختیایي پلانونو د تطبیق بهیر چټک کړي.

 جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، ټول والیان باید په قانوني توګه د خلکو په خدمت کې وي او دا د هېوادوالو اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، ټول ملکي او نظامي مسوولین د خلکو او دولت تر منځ د اعتماد فضا د تامین مسوولیت لري او د سولې او امنیت د تامین ګډې هڅې باید وکړي.

جمهور رئیس غني د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر او بامیانو والیانو ته لارښوونه وکړه چې امنیتي او عمراني مسایلو ته د توجه ترڅنګ د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې سره په همغږۍ پر تازه پلانونو چې په سیمه ییزه کچه حکومتولي پیاوړې او د خلکو ژوند ښه کړي کار وکړي او له جمهوري ریاست سره یې شریک کړي.