جمهوررئیس غني د هېواد له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو څخه د اوربند د ښه مدیریت په خاطر مننه وکړه

جمهوررئیس غني د هېواد له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو څخه د اوربند د ښه مدیریت په خاطر مننه وکړه

۲۸ غبرګولې ۱۳۹۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د توحید له ملي مرکز څه د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو له والیانو، د قول اردو ګانو، د پولیسو د زونونو او د ولایتونو له امنیه قومندانانو، د ملي امنیت له ولایتي رئیسانو، د ولایتي شوراګانو او د دیني علماؤ د شوراګانو له رئیسانو او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولانو سره د روان وضعیت په اړه خبرې او لارښوونې وکړې.
په دغه کنفرانس کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د کابل ولایت د استناف محاکمو رییس، د کابل د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندان مل پاسوال داود آمین، د کابل د ملي امنیت رییس، د کابل د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندانۍ د جنایې تحقیقاتو رییس مل پاسوال محمد سالم الماس، د کابل د پوهنې او سولي ولایتې کمیټې رییسانو او یو شمېر نورو مسوولینو د ۱۰۱ آسمایې زون قوماندانۍ د ویدیویې کنفرانسو په تالارکې ګډون کړی وه او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني وینا او هدایات یې واورېدل.

د توحید د ملي مرکز په دغې غونډه کې چې د امنیتي او ملکي ادارو لوړ پوړي مقامات هم حاضر وو، د هېواد جمهوررئیس د ولایتونو او مرکز ټولو ملکي او نظامي مسوولانو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ د اوربند د سم مدیرت په خاطر ورڅخه مننه وکړه.
جمهوررئیس د اوربند په ورځو کې د ولایتي ملکي او نظامي مسوولانو ابتکار عمل، تدابیر او همغږي وستایله او د سیمه‌ییزو مسوولانو څخه یې وغوښتل چې د اوربند په ورځو کې خپلې تجربې او ستونزې له مرکز سره شریکې کړي.
جمهوررئیس غني وویل، درې ورځني اوربند وښوده چې په ولس کې د سولې لپاره سرتاسري تقاضا او اجماع شته، خو په ننګرهار ولایت کې د شویو تروریستي پېښو څخه ښکاري چې پردي زموږ سوله او امنیت نشي زغملی، نو له همدې امله سوله او عام خلک په نښه کوي.
هغه زیاته کړه: د اوربند او سولې په اړه د دولت له ابتکار څخه په بین‌المللي کچه هر اړخیز ملاتړ موجود دی، همدا وو چې موږ په یو اړخیز ډول اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.
جمهوررئیس له ملکي او نظامي مسوولانو څخه وغوښتل چې د فاع د چمتوالي سره سره دې دا لس ورځنی اوربند هم په بشپړې همغږۍ په ښه توګه مدیریت کړي.