د کابل والي د هلمندي ځوانانو د سولي کاروان له غړو سره وکتل

 

د کابل والي د هلمندي ځوانانو د سولي کاروان له غړو سره وکتل
۲۸ غبرګولې ۱۳۹۷
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د سولي کاروان غړو دا نیک کار وستایل زیاته یې کړه د ملي یووالي حکومت مشران او د کابل ولایتې اداره په هېواد کې د تلپاتې سولي او ټيکاو لپاره ریښتیني هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه د کابل خلکو تر بل هر چا د جګړو له آمله زیات زیانونه لیدلې د کابل هرې کورنۍ شهیدان ورکړي دي او هر کور کې معلولین او ټپیان لرو د کابل خلک ستاسو له دغه ولسي او ريښتیني حرکت څخه هر اړخیزه ملاتړ اعلانوي او ځانونه ستاسو د کاروان غړي بولي او په دغه د خیر کاروان کې له تاسو سره ملګري دي.
د سولي کاروان غړو چې له ځان سره یې (موږ سوله غواړو) شعارونه لیږدول وویل د افغانستان ټول خلک له جګړو څخه ستړي شوي دي او په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي.
د سولي کاروان غړو چې له هلمند څخه یې د کابل په لوري حرکت را پیل کړی وه وروسته له ۳۵ ورځو څخه تیره ورځ کابل ته را ورسېدل چې نن یې د کابل ولایتې اداري او د کابل ولسونو له لوري تود هرکلی وشو.