د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله د کابل والي محمد یعقوب حیدری د مبارکۍ پیغام!

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله د کابل والي محمد یعقوب حیدری د مبارکۍ پیغام!

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د افغانستان د اسلامې جمهوري دولت جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی ، د جمهوری ریاست محترمو مرستیالانو ،د هېواد اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکتر عبدالله عبدالله، د اجراییه ریاست محترمو مرستیالانو ، قاضی القضات او لوی څارنوال د ملي شورا د دواړو مجلسونو محترمو رییسانو او غړو، دکابينې محترموغړو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې مشرتابه پلاوې او ستر افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايم.
د کابل ولایت رهبرۍ د کوچني اختر د راتګ له امله په ځانګړې توګه افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو د کابل ولایت درنو ولسونو، ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وايې، د الله تعالی په دربار کې مو نيولې روژې، ورکړې صدقې او عبادتونه قبول شه.
خدای (ج )دې وکړي چې د روژې مبارکه مياشت په ټولو مسلمانو وروڼو او خويندو په خير او عافيت سره تېره شوې وي.
ددې مبارکو شپو ورځو په خاطر زه په وسله والو مخالفينو باندې غږ کوم چې ددې بختورو ورځو په احترام دې نور له جنګ او جګړو ، ورور وژنې او مسلمان وژنې لاس واخلي، نور دې په خپل ولس او خپل هېواد باندې ورحمېږي، د وژنې او ورانۍ پر ځای دې د پرمختګ او ابادۍ مفکوره خپله کړي. دغه راز دوی دي د جلالتمآب ولسمشر د اوربند پریکړې ته درناوی وکړئ.
دغه راز له ټولو شتمنو هېواد والو او ملي سوداګرو څخه په درنښت هېله کوم چې د اجر او ثواب په نيت دي کوچني اختر کې د بېوزله کورنيو، کونډو او يتيمانو لاسنيوی وکړئ.
هغه کسان چې خپلمنځي ستونزې لري او يو بل سره مرور دي، له دوی څخه هم غوښتنه کوم چې له خپلو زړونو بغض او کينه وباسي او د مسلمان ولس د خوشالۍ په دې مبارکو ورځو کې دې يو بل ته د پخلاينې لاسونه ورکړي.
په پای کې يو ځل بيا د کابل ټولو درنو ولسونو او وروڼو قومونو ته د کوچني اختر مبارکي وايم، هېله ده چې د اختر مبارکې شپي او ورځې په خوښیو سره ولمانځئ.