د چهارآسیاب ولسونو د کابل والي ترسره شوي کړني وستایلي او له روانو پلانونو او پروګرامونو څخه یې په کلکه ملاتړ څرګند کړ

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، نن یکشنبه د روان ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳ مه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي اغلې پروین درانۍ، د ولایتي شورا غړي سید نقیب الله هاشمي، د چهارآسیاب ولسوال ګوهرخان بابړ، د چهارآسیاب ولسوالۍ د خلکو شورا، پرمختیایې شورا ګانو رییسانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ملک صاحبانو او ځوانانو سره د ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
په پیل کې د چهارآسیاب ولسوال ګوهرخان بابړ خبري وکړي وې ویل: د چهار آسیاب ولسوالۍ خلک د خپلي سیمه ییزي اداري سره په هره برخه کې همکار دي، تل یې د پراختیایې او بیارغونې پروژو څخه ملاتړ ترسره کړی دی.
ده زیاته کړه د چهار آسیاب خلکو خپل ملي یووالی ساتلی او هلته د ټولو میشتو قومونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده.
د چهارآسیاب ولسوال وویل د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ یې شته همغږۍ پیاوړي کړي او د قانون په رڼا کې ټولي کړني د ولسونو په خوښه ترسره کوي.
ورپسې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي اغلې پروین درانۍ او د ولایتي شورا غړي سید نقیب الله هاشمي هم په خپلو خبرو کې د کابل والي کړني وستایلي او د ولایتې اداري له روانو پروګرامونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز دوی د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې دي د تذکرو د ویش مرکزونو څخه جدي څارنه وکړي.
ورسته د راغلیو مشرانو په استازېتوب د چهارآسیاب ولسوالۍ د خلکو شورا مشر کفیل محمد نطر وویل خوشاله یو چې کابل له ډېر وخت وروسته ريښتیني، خادم او وړ والي پیدا کړی، د چهارآسیاب ولسونه د ولایتي اداري له ټولو پروګرامونو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه ټاکنې ملي پروسه ده، د چهارآسیاب خلک ژمن دي چې په پراخه پیمانه په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلي خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي.
دغه راز ده وويل د چهارآسياب خلک له ټولو ملي او ټولګټو پروژو څخه ملاتړ کوي، چې اوسمهال د للندر په سيمه کې د شاه توت بند د جوړولو په موخه د خلکو د کورونو او جايدادونو د تصفيه کارونه په ښه ډول سره په مخ روان دي او موږ حاضر يو چې تر تصفيه وروسته د قانون سره سم خپلي ځمکي استملاک هم کړو.
نوموړي په چهارآسياب ولسوالۍ کې د تذکرو د ويش مرکزونو د زياتووالي غوښتنه هم وکړه.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د چهارآسیاب له خلکو مننه وکړه چې تل یې د نظام او افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولایتي او سیمه ییزي اداري سره همکاري ترسره کړي ده.
ښاغلي حیدري زیاته کړه د کابل د ټولو خلکو له ستونزو خبر دی او د حل لپاره یې شپه او ورځ هڅې کوي. د خوښۍ ځای دی چې د ملي یووالي حکومت مشران کابل ته ځانګړي پاملرنه کوي، په روان کال کې به د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پام وړ مثبت کارونه په بیلابیلو برخو کې ترسره شي.
دغه راز حيدري وويل ډېر ژر به په چهارآسياب ولسوالۍ کې د تذکرو د توزيع نور مرکزونه هم ايجاد شي.
د کابل والي د چهار آسياب له خلکو مننه وکړه چې د ټاکنو په ملي پروسه کې برخه اخلي.