جمهور رئیس غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو ته په خطاب کې: تاسې ته درناوی د ټولو مسوولینو او وطنوالو دنده ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له کارکوونکو سره روژه ماتی وکړ او له هغوی سره یې یو ځای د ماښام لمونځ اداء کړ.

د روژه ماتي په دې مېلمستیا کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې  د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په استازیتوب غلام یحیی خبرې وکړې، د روژه ماتي د مېملستیا او دا چې جمهوررئیس د هغوی د معاشاتو د لوړولو په برخه کې پاملرنه کړې، مننه وکړه.

نوموړي له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې هغوی ته د سرپناه برابرولو په برخه کې توجه وکړي، ځکه شپه او ورځ د کابل ښار د پاکوالي په خاطر کار کوي.

جمهوررئیس غني د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ لپاره د دعا ترڅنګ  وویل: ارګ ستاسې کور دی او خپل کور ته ښه راغلاست. زه ویاړم چې ستاسې په منځ کې روژه ماتې کوم.

هغه زیاته کړه: ستاسې د شپه او ورځ زحمتونو له امله د کابل ښار پاک دی او تاسې ته درناوی د ټولو مسوولینو او وطنوالو دنده ده.

د هېواد جمهوررئیس د کابل ښاروال ته لارښونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د سرپناه لپاره دې خپله طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.