منیره یوسفزاده د کابل ولایت مرستیاله وټاکل شوه.

منیره یوسفزاده د کابل ولایت مرستیاله وټاکل شوه.
اغلې منیره یوسفزاده چې تردې وړاندې يې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د ویاندې او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رئیسې په توګه دنده اجراء کوله، د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په اساس د کابل ولایت د اجتماعي چارو د مرستیالې په توګه پر دنده وګمارل شوه.
یوسفزاده په رسنیو او مدني فعالیتونو کې يوه پیژندل شوې څهره ده او ددې ترڅنګ په یو شمیر نړیوالو موسساتو او د سیمه ییزو ارګانونو په اداره کې لس کلنه کاري تجربه لري.