د کابل ولایت د پوهنې ریاست له لورې د درسي کتابونو د ویش لړۍ پیل شوه

په دغه مناسبت د روان ۱۳۹۷ کال د غوئي میاشت ۲۲مه نېټه د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ د مراد بیک په عالي لیسه کې غونډه جوړه شوي وه، په یاده ناسته کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې اغلې فوزیه ناصریار، د کابل ولایت د پوهنې رییس سید عزیز احمد هاشمي، د شکردرې ولسوالۍ ولسوال، د کوهدامن ولسوالیو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وه.
په پیل کې د شکردرې ولسوالۍ ولسوال شاه رسول فائق د ښه راغلاست ترڅنګ د کتابونو د ویش لړۍ د پیل کیدو مبارکې وویله.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري وویل: د کابل سوله دوست او معارف پروره ولسونه دي او تل یې د معارف څخه ملاتړ کړی دی، ۱۳۹۷ کال د جلالتمآب ولسمشر له لورې د پوهنې څخه د ملاتړ کال نومول شوی دی، لکه څنګه چې د ښوونیز کال د پیل په لومړۍ ورځ د کابل خلکو د پوهنې ریاست سره د مرستو ژمنه وکړه هیله مو داده چې د کال تر پایه د پوهنې په برخه کې لازمي مرستي وشي.
د کابل والي زیاته کړه چې ډیری خلک د پوهنې له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي، د پوهنې رئیس ته یې سپارښتنه وکړه چې د تدریسی چارو کیفیت ته لازمه پاملرنه وکړئ.
نوموړي د کتابونو د ویش لړۍ پیلېدا پرځای او وړ کار وباله او د پوهنې ریاست مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کابل ولایت ټولو ښوونځيو ته کتابونه په ښه ډول سره ورسوئ، تر څو يه یاده برخه کې د زده کوونکو ستونزي حل شي.
ده وویل: د پوهنې بهیر پیاوړتیا یې په کاري لومړېتوبونو کې ده او په دي اړه یې د پوهنې وزیر سره لیدلې او له هغه څخه یې غوښتنه کړي چې په کابل کې د پوهنې بهیر پیاوړتیا ته لازمه پاملرنه وکړي.
د کابل والي زیاته کړه اوس د دې وخت نه دی چې د ډيرو ګارډانو، لوکسو موټرونو په لرلو سره یو بل سره سیالۍ وکړو، بلکه ددې وخت دی چې د پوهنې بهیر په پیاوړتیا، علمي او کلتوري مرکزونو او بیارغونې په برخو کې یو بل سره سیالي وکړو.
ښاغلي حیدري له ولسونو وغوښتل چې د ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د خپلي خوښي وړ او ريښتیني نوماند ته رایه ورکړئ.
د کابل ولایت د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي وویل په ټول توان سره هڅه کوي چې د کابل ولایت ټولو ښوونځيو ته درسي کتابونه په وخت ورسوي.
ده زیاته کړه، ۳۴۰۰۰ جلده کتابونه یې د پوهنې وزارت څخه ترلاسه کړې دي او د کابل ولایت ټولو ښوونځيو ته به یې وخت ورسوئ.
وروسته د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر او نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د پوهنې بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ، زیاته یې کړه تل یې د پوهنې بهیر پیاوړتیا ته کار کړی دی، ولسونو ځمکي ښوونځیو ته ورکړي، د ښوونځيو احاطي یې جوړې کړې او له دي وروسته هم د پوهنې ریاست سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.
دغه راز یادو ویناوالو د مسلکي استادانو د استخدام، په ښوونځيو کې مجهزو لابراتوارونو، ورزشي لوبغالو او کتابتونونو جوړولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه په یاده غونډه کې زده کوونکو ترانې وویلي او لوبغاړو ورزشي نمایشات ترسره کړل.