د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس جلالتمآب محمداشرف غني نن په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ولایتو دولتی لوړپوړو چارواکو ته لازمی لارښونی وکړی

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس جلالتمآب محمداشرف غني نن په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ولایتو والیانو، د ولایتي شورا رییسانو، د پوهنتون رییسانو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي رئیسانو، د علما شورا رییسانو، د مدني ټولنو غړو، ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د ښه ترسره کېدو او دغه راز د اداري فساد پر وړاندي د جدي مبارزي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د ولایتي شورا رئیس رحیم الله مجاهد، د کابل د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندانۍ د جنایې تحقیقاتو رییس مل پاسوال محمد سالم الماس، د کابل پولیتخنیک او د شهید استاد برهان الدین رباني د ښووني او روزني د پوهنتونونو رییسانو، د کابل پوهنتون د محصیلینو چارو مرستیالې او یو شمیر استادانو، د علماوو شورا مشر، د کابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون استازو، د مدني ټولنو غړو د ۱۰۱ آسمایې زون قوماندانۍ د ویدیویې کنفرانسو په تالارکې ګډون کړی وه او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني وینا او هدایات یې واورېدل.