د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د mercy corps کمپنۍ له رئیس ښاغلی Peter Steven سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

۵ غویي ۱۳۹۷
په پیل کې ښاغلي Peter Steven د خپل ترسره شویو کړنو او روانو پلانونو په اړه د کابل والي ته معلومات ورکړل، ده وویل له تیرو څو لسیزو را پدېخوا په افعانستان کې په بیلابیلو برخو کې کار کوي، چې تر اوسه پورې یې د کابل په ښار او ولسوالیو کې کار نه دی کړی او اوسمهال غواړي چې د لومړي ځل لپاره د کابل په ښار او ځینو ولسوالیو کې داخلي بي ځایه شویو، کډوالو، معلولینو، بي وزلو او د کابل اوسیدونکو ته د ترکاڼي، برق، رنګ مالي، د برښنا ویرینګ، خیاطي، د موبایلونو ترمیم او ځينو نورو برخو کې مسلکي زده کړي ورکړي.
دغه راز نوموړي وویل د مسلکي زده کړو هغه پخواني مرکزونه چې غیر فعال دي او یا هم تخریب شوي دي، په پلان کې لري بیرته یې ورغوي.
د کابل والي د یادې کمپنۍ له رئیس څخه مننه وکړه چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یې کارونه ترسره کړي دي او اوس غواړي خپل فعالیتونه په کابل کې هم پیل کړي.
ښاغلي حیدري وویل د کابل خلک او ولایتې اداره اساسي او بنسټیز کارونه غواړي، موږ د امنیت په تامین او ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو، له ټولو مرستندویه موسساتو څخه مو هیله ده چې په کابل کې بنسټيز کارونه وکړي او د خلکو لومړېتوبونه ته پاملرنه وکړي.

د کابل والي د یادې موسسي له رئیس څخه وغوښتل چې د پلان شویو پروژو ټول جزیات په دقیق ډول سره ولایت مقام ته وسپاري او داسې پروژي طرحه کړي چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي او محسوسي و اوسیږي.