جمهوررئیس غني اطلاعاتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټې د جوړولو هرکلی وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د دولت له یو شمېر ویندویانو، د رسنیو مسوولینو او د مرکز او ولایتونو له خبریالانو سره د مطبوعاتو د ورځې په درشل کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر مرستیال او د جمهوررئیس ویاند محمد هارون چخانسوريخبرې وکړې او هغوی ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د جمهوري ریاست د ویاند او رسنیو دفترونو او د حکومت د رسنیو مرکز تل هڅه کړې، د معلوماتو د ورکړې پر وړاندې پراته خنډونه چې د خلکو او رسنیو مسلم حق دی، لېري کړي او ټولو رسنیو ته په مساوي ډول د همکارۍ او اطلاع رسولو فضا برابره کړي.

هغه زیاته کړه، د رسینو فعالیتونه د هېواد د رسنیو د قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې  د بیان د ازادۍ او اساسي قانون د ارزښتونو بنسټ جوړوي.

چخانسوري د بیان او رسنیو ازادي د افغانستان د اسلامي جمهوریت مهمې لاسته راوړنې وبللې وې ویل، حکومت د بیان ازادۍ او په دې برخه کې د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمن دی.

وروسته د ولایتي خبریالانو په استازیتوب ملالۍ میوند خبرې وکړې او په امنيتي، اقتصادي، د برېښنا د کموالي، معلوماتو ته دلاسرسي د نشتوالي، د کار قانون د ناسم تطبیق او د خبریالانو د حقونو او امتیازاتو د کموالي په برخو کې د خبریالانو ستونزې بیان کړې.

دغه راز د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې اجرائیوي رئیس فهیم دشتي خبرې وکړې او د خبریالانو لپاره د ملي کنفرانس په اړه د معلوماتو ترڅنګ یې وویل، په یاد کنفرانس کې ګډونوالو د رسنیو اړوند مسایلو او ستونزو په اړه بحث وکړ او یوه مشترکه کمېټه جوړه شوه چې د جمهوري ریاست په ګډون بحث شوي مسایل د اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.

هغه دغه راز وویل یوه کمېټه چې په ترکیب کې یې د ماليې، مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او اترا ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت استازي شامل وو او د خبریالانو د ستونزو د ارزونې په خاطر جوړه شوې وه، خپل کار ترسره کړی او د خپلو موندنو راپور به له تاسې سره شریک کړي.

دشتي څرګنده کړه، د خبریالانو اړوند یو زر قضیې ارزول شوي او زیاتې یې حل شوې دي او یوازې ۶۰ قضیې پاتې دي . له جمهور رئیس یې هیله وکړه چې د هغو د ارزونې امر صادر کړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرائیوي رئیس وویل، د رسنیو قانون کې تعدیلات پیشنهاد شوي، هیله ده چې د پړاونو له بشپړولو وروسته توشیح شي او همدارنګه خبریالانو سره د تعاون صندوق طرحه او طرزالعمل خبریالانو ته ترتیب کړه او ژر به له تاسو سره شریکه شي.

هغه جمهور رئیس ته وړاندیز وکړ چې امنیتي بنسټونو ته له خبریالانو سره د همکارۍ په خاطر لارښوونه وکړي او همدارنګه دولتي اعلانونه پر دولتي رسنیو سربېره خصوصي محلي رسنیو ته هم ورکړل شي.

فهیم دشتي وویل، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې وجود لري او د دې ستونزو د حل په موخه دې د ملي یووالي حکومت د ارشد مقاماتو په رهبرۍ معلوماتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټه ایجاد شي.

هغه څرګنده کړه، د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس سیمه ییزه رادیوګانو سره د همکارۍ په خاطر یوه طرحه چمتو او له جمهوري ریاست سره شریکه شوې ده او زموږ وړاندیز دادی چې د هغې د تطبیق په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

جمهور رئیس غني د یادو خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په کابل کې د پروني تروریستي برید په اړه وویل، د پرونۍ تروریستي پېښې شهیدان د دموکراسۍ د لارې شهیدان دي چې ترهګرو وحشیانه برید ورباندې وکړ.

جمهور رئیس زیاته کړه، امنیتي ستونزې یوازې د یو قشر، ټولنې او ډلې نه دي او موږ د فکر او عمل په اتحاد سره هغه حلولای شو. هغه زیاته کړه، د دې لپاره باید علما، مدني او فکري بنسټونه، خبریالان او موږ ټول لاس سره ورکړو او په واحد صف کې ودرېږو.

جمهور رئیس څرګنده کړه، دښمنان زموږ د ملي غوښتنو پر وړاندې چې ټاکنې او سوله ده ستونزې ایجادوي ، اما هغوی باید پوه شي چې موږ شاته نه ګرځو او نه هم موږ له خپلو موخو څخه منحرفولی شي. هغه زیاته کړه، داعش د یو قشر نه، بلکې د هوساینې، ثبات او د هېواد د پرمختګ دښمن دی.

جمهور رئیس وویل، چخانسوري ته زما لارښوونه داده چې د خبریالانو د مالي ستونزو د حل او د اعلانونو د عادلانه وېش په اړه خپل وړاندیز کابینې ته وړاندې کړي چې په دې اړه یو واضح میکانیزم ایجاد شي.

محمد اشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي همغږۍ کمېټې د ایجاد هرکلی وکړ او زیاته یې کړه د خبریالانو ضد د تاوتریخوالي هغه قضیې چې تراوسه نه دي ارزول شوي ، رسیدګي به ورته وشي.

د هېواد جمهور رئیس محمدهارون چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې له خبریالانو سره د ویندویانو د اړیکو دستورالعمل تنظیم کړي او ټینګار یې وکړ چې ټول ویندویان باید له شخصي اړیکو او سلیقوي چلند پرته معلومات عادلانه او همزمان له رسنیو سره شریک کړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د خبریالانو د تعاون صندوق سره چې ایجاد شوی دی سربېره پر دې چې زه په کې سهم اخلم له بین المللي همکارانو څخه هم غواړم چې له دې صندوق سره مرسته وکړي.