د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ترکيه هېواد د نظامي ځواکونو د مشاوریت او تعلیمي مرکز قوماندان برید جنرال طیار آیدین سره وکتل

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ترکيه هېواد د نظامي ځواکونو د مشاوریت او تعلیمي مرکز قوماندان برید جنرال طیار آیدین سره وکتل
۳۰ وري ۱۳۹۷
په پیل کې ښاغلي برید جنرال طیار آيدین د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او روانو پلانونو په اړه د کابل والي ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د کابل والي هڅې یې وستایلي.
ده وویل: چې په کابل کې د ۱۰۱ آسمائې زون ، د ۱۱۱ فرقي ، د حامد کرزي نړيوال هوایې ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانیو سره د افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د روزنې ترڅنګ د کابل د امنیت د تامین په برخو کې هم له اړوندو امنیتي ادارو سره کار کوي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د نظامي فعالیتونو سربیره په ملکي برخو کې هم له بیلابیلو ادارو سره کار کوو او د خپل توان په اندازه مرستي یې په ملکي برخو کې ترسره کړي دي، د کابل ولایت د ښځو چارو او پوهنې ریاستونو سره همکاري لري او همدارنګه ډیری معلولینو سره یې د ګرځنده څوکیو مرستي ترسره کړي دي او خپلو دغو مرستو ته به ادامه ورکوي.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري په افغانستان کې د دوست هېواد ترکیه د نظامي مشاوریت او تعلیمي مرکز قوماندان ته ښه راغلاست وویل او د دوست هېواد ترکیه له لورې په بیلابیلو برخو کې د ترسره شوي مرستو څخه یې ستاینه وکړه.
د کابل والي وویل: د ماموریت له پیل څخه یې د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د شته همغږۍ پیاوړتیا ته کار کړی دی، د کابل ټولو ولسوالیو ته یې سفرونه ترسره کړي، د ولسونو ستونزي، غوښتنې او وړاندېزونه یې له نږډي څخه اورېدلې او د حل په برخه کې لازم کارونه ترسره کړي دي.
د کابل والي له راغلي جنرال څخه غوښتنه وکړه چې کابل ته په بیلابیلو برخو کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
د کابل والي له ښاغلي برید جنرال آیدین څخه هیله وکړه چې په کابل کې یو نموني ځای او دوست هېواد ترکیه د یو تلپاتې یاد ګار په توګه د کابل ولایت په اداري کمپلیکس کې یو ځای ورغوي.
ښاغلي آيدین د کابل والي ته ډاډ ورکړ چې د خپل توان په اندازه به تل د کابل له ولایتې ادارې سره لازمه همکاري کوي.