د قره باغ خلکو د ولایتي اداري له ټولو روانو پلانونو او پروګرامونو څخه د یوې لوئې غونډې په ترڅ کې ملاتړ څرګند کړ

د قره باغ خلکو د ولایتي اداري له ټولو روانو پلانونو او پروګرامونو څخه د یوې لوئې غونډې په ترڅ کې ملاتړ څرګند کړ
۱۲ وري ۱۳۹۷
په دغه مناسبت د قره باغ ولسوالیو د ولسونو له لورې د یادې ولسوالۍ د خلکو شورا په دفتر کې غونډه جوړه شوې وه.
د قره باغ ولسوالۍ دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د کابل والي څخه مننه وکړه چې د کابل ولایت د پرمختګ لپاره ریښتیني هڅې کوي.
دغه راز مشرانو د کابل والي څخه مننه وکړه چې د کابل ولایت د یو شمیر ولسوالیو ولسوالان یې تغیر او تبدیل کړل، دوی تغیر او تبدیل په دولتي ادارو کې مهم اصل یاد کړ او د والي له یاد کار څخه یې په کلکه ملاتړ څرګند کړ.
مشرانو د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې په روان کال کې د قره باغ ولسوالۍ ته په بیلابیلو برخو کې لازمه پاملرنه وکړي.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د قره باغ ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مجاهدینو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې تل یې د ولایتي ادارې سره پوره همکارې کړې ده.
ده وویل د ولسوالانو له تغیر او تبدیل څخه یې یوازینۍ موخه په ادارو کې د مثبت بدلون رامنځته کول دي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه په روان کال کې به د پلان سره سم په قره باغ ولسوالۍ کې د کرني، مالدارۍ، اوبولګولو، برښنا، پوهنې او بیارغونې په برخو کې ګڼ شمیر پروژي پلي شي، نوموړي په یاده برخو کې د ولسونو همکاري اړېنه وبلله.
د کابل والي وویل روان کال د پوهنې څخه د ملاتړ کال دی هیله ده چې د قره باغ خلک به هم د پوهنې امریت سره لازمي مرستي وکړي.
د کابل والي وویل د اداري فساد، نشه یې توکو کرکیلي او ځمکو غصب څخه د مخنیوي په برخو کې به مبارزه ته ادامه ورکوي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د قره باغ ولسوالۍ نوی ولسوال د یادې ولسوالۍ خلکو ته ور وپیژندل شو.