د نوي ښوونیز کال د پیل په دوهمه ورځ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د الله ګل مجاهد په دارلعلوم کې د یوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نوي ښوونیز کال د پیل په دوهمه ورځ د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د الله ګل مجاهد په دارلعلوم کې د یوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۵ حمل ۱۳۹۷

په دغه مناسبت ده سبز ولسوالۍ د حاجی الله ګل مجاهد په درالعلوم کې غونډه جوړه شوې وه، په یادو مراسمو کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین ډاکتر شفیق صمیم، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حاجي الله ګل مجاهد، د ولسي جرګي یو شمیر نورو غړو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، د سکتوري ادارو رییسانو، د ده سبز ولسوال، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، ښوونکو، زده کوونکو او د رسنیو خبریالانو ګډون کړی وه.

د پوهنې رییس وویل سږنی کال د معارف څخه د ملاتړ په نامه د ولسمشر له لورې نومول شوی دی د کابل ولسونو چې تل یې د پوهنې په برخه کې مرستي کړي دي، هیله ده چې په روان کال کې به د نورو کلونو په پرتله زیاتې همکارۍ وکړي.

نوموړي د کابل له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.
ده وویل د پلان سره سم به په روان کال کې د کابل ولایت په ډېری ولسوالیو کې ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړي شي او د پوهنې بهیر پیاوړتیا لپاره به جدي هڅې وکړي.

وروسته د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري وويل: خوشاله يم چې د پوهنې ورځ د پوره امن او خوښۍ په فضا کې ولمانځل شوه، کابل د شاه غازي امان الله خان ټاټوبی دی د ارواښاد لومړنۍ هیله د هېواد ازادۍ او دوهمه غوښتنه یې د پوهنې بهیر پیاوړتیا وه.

د کابل والي وویل چې د نوي ښوونیز کال لومړۍ اونۍ د معارف عمومي حشر او دغه راز روان کال د پوهنې څخه د ملاتړ کال په نامه د محبوب ولسمشر له لورې نومول شوی دی، په دې حشر کې لومړۍ ونډه ما خپله واخیستله او د سلو ورځو معاش مې د کابل پوهنې ریاست ته ډالۍ کړ.

ښاغلي حیدري، د کابل ولایت له دولتي کارکوونکو، ملي سوادګرو، قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل توان په اندازه د پوهنې بهیر پیاوړتیا په موخه د کابل ولایت د پوهنې ریاست او ولسوالیو د پوهنې امریتونو سره په بیلابیلو برخو کې لازمي مرستي وکړي.
ده وویل نور باید ناسالم رقابتونو، بي ځایه لوړ لګښتونو ته د پای ټکی کیږدو او خپلو کې د پوهنې بهیر پیاوړتیا په برخه کې سالم رقابتونه رامنځته کړو، له اوسنیو ناخوالو او بدبختیو څخه د خلاصون یوازینۍ لار تعلیم ده.

د کابل والي وویل د اداري فساد پروړاندي جدي مبارزې ته به ادامه ورکوي، په معارف کې فساد ورته په هیڅ ډول د زغملو وړ نه دی، ښوونځي د علم او ادب ځای دی او د هېواد بچیان باید په ښوونځیو کې په هېوادنۍ میني سره ورزول شي.

ورپسې نورو ویناوالو هم د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې پوهنې ریاست سره به لازمه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د مرستو راټولو لپاره به د کابل ولایت د پوهنې ریاست لوري بانکي حساب پرانیستل کیږي چې تر جوړېدو وروسته به یې له تاسو درنو سره شریک کړو.

د غونډې په پای کې د کابل والي او ورسره پلاوې له لورې د حاجي الله ګل مجاهد په دارلعلوم کې د یوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه.