د پروان سوم روغتیایې کلنیک په اساسي ډول سره ورغول شو

د پروان سوم روغتیایې کلنیک په اساسي ډول سره ورغول شو

۲۷ کب ۱۳۹۶
په دغه مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري وویل موږ متوازن پرمختګ ته ژمن یو، روغتیایې خدمتونه د انسانانو له لومړنیو او اساسي اړتیاوو څخه دي، خوشاله یم چې نن د پروان سوم روغتیایې مرکز په اساسي ډول سره رغول سوی دی.
د کابل والي د عامي روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چې د کابل ولایت نفوسو ته په کتو سره روغتیایې خدمات وړاندې کړي او د کابل ولایت روغتیایې مرکزونه ته لازمه پاملرنه وکړي.
ده د کابل ولایت د عامي روغتیا رئیس، د پروان سوم صحي مرکز مشري په خپلو خبرو کې د کابل والي څخه مننه وکړه چې د روغتیا په برخه کې نه ستړی کیدونکې هلي ځلي کوي، دوی وویل له شته امکاناتو څخه یې سالمه ګټه اخیستي او ناروغانو ته په وخت وړ روغتیایې خدمتونه وړاندې کوي.
د عامي روغتیا رییس وویل د کابل ولایت په ښار کې ډېری روغتیایې مرکزونه په کرایې کورونو کې دي، په راتلونکې کې هڅه کوو او په دې برخه کې د ولایتی اداری او ولسونو همکاري غواړو تر څو وکولای شو روغتیایې مرکزونو ته معیاري ودانۍ جوړي کړو.
نوموړي زیاته کړه د پروان سوم روغتون ودانۍ یې په اساسي ډول رغولي او د کابل ښار او ټولو ولسوالیو روغتیایې مرکزونو ته یې د اړتیا مطابق درمل او نور طبي وسایل لیږدولي دي.
د مراسمو په پای کې د یاد روغتیایې مرکز په یو شمیر کارکوونکو ستاینلیکونه وویشل شول.