د کابل د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندانۍ سرپرست قوماندان رسما خپله دنده پیل کړه


۱ کب ۱۳۹۶
مل پاسوال محمد داود امین، د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري او د کورنیو چارو وزات د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي لخوا د کابل د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندانۍ افسرانو، ساتنمنانو او سرتیرو ته ور وپیژندل شو.
د کابل والي نوي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریا هیله وکړه.
نوی امنیه قومندان مل پاسوال محمد داود امین وویل په ټول توان سره به د کابل په ښار او ولسوالیو کې د امنیت د ښه تامین په موخه لازمي هڅې وکړي، ده زیاته کړه د اداري فساد پروړاندې به جدي مبارزه کوي او د ولایتي اداري او نورو امنیتي ارګانونو سره به شته همغږۍ پیاوړې کوي.