د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د اقتصاد وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي ډاکتر احمد جواد عثماني سره وکتل


۱ کب ۱۳۹۶
د کابل والي وویل: موږ په ټول توان سره هڅه کوو چې په کابل کې بنسټیز او اساسي کارونه ترسره کړو، له بدمرغه کابل ته په تیرو کالونو کې لازمه پاملرنه نه ده شوي، د کابل والي د اقتصاد وزارت له معین څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو روانو پلانونو کې کابل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د کابل اداري عصري او الیکترونیکي کړو، د یاد کار لپاره وړ او په کار پوه ځوانو کدرونو ته اړتیا لرو، په دې اړه مو مخکې هم د اقتصاد وزیر سره ناستي ترسره کړي او هغه د ځوانو او په کار پوه کادرنو د جذب او استخدام په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده، هیله ده چې په یاده برخه کې جدي همکاري راسره وکړي.
د کابل والي وویل: په مرکز او ولسوالیو کې د عصري علومو او ټکنالوژۍ سره بلد ځوان کادرونه کولای شي خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او له دغې لارې کولای شو په ولسوالیو کې ښه حکومتوالۍ پیاوړي کړو.
دغه راز د کابل والي د یاد وزارت څخه د کابل په ښار او ولسوالیو کې د یو شمیر مهمو او بنسټیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه هم وکړه.
د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي ډاکتر احمد جواد عثماني د کابل والي څخه مننه وکړه چې د کابل د بیارغونې، پرمختګ او ښیرازۍ لپاره کار کوي.
نوموړي د ځوانو کادرنو په استخدام او د کابل په ښار او ولسوالیو کې د مهمو ، اساسي او بنسټیزو پروژود پلې کیدو په برخه کې د کابل والي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.