د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د مشرقي زون د سرتاسري شورا د ځوانانو کمیټې له رئیس او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل


۲۵ سلواغې ۱۳۹۶
په پیل کې د مشرقي زون سرتاسري شورا د ځوانانو کمیټې رئیس عبدالنصیر منصورد کابل والي څخه مننه وکړه چې ځوانانو ته یې لازمه پاملرنه کړې ده او د کابل د بیارغولو لپاره ريښتینې هڅې کوي.
ښاغلي منصور وویل: د هېواد په پلازمېنه کابل کې ورستي تروریستي بریدونه چې د هېواد او خلکو دښمنانو لخوا ترسره شول، ټول افغانان سخت ورباندې خواشیني دي او د دښمن کرغیړني کړني په سختو ټکو غندي، د نظام او افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
دغه راز ښاغلي منصور د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې د امنیت په ښه تامین کې لا زیاتي هڅې وکړي او امنیتي مسئولین خپلو دندو ته متوجي کړي.
ښاغلي منصور په کابل کې د میشتو مشرقېوالو ستونزي، د پوهنې، روغتیا، برښنا او یو شمیر نورو برخو کې د کابل والي سره شریکي کړي او د حل غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د کابل والي څخه وغوښتل چې د کابل په ادارو کې دي وړ مشرقېوال ځوانان په دندو وګمارل شي.
راغلیو ځوانانو د کابل والي د ترسره شویو خدمتونو، فعالیتو ستاینه وکړه او د کابل والي له ټولو روانو پلانونو او پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د مشرقي زون سرتاسري شورا د ځوانانو کمیټې له رییس او غړو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د هېواد روښانه راتلونکی په ځوانانو پورې اړه لري.
ښاغلي حیدري زیاته کړه په ټول توان سره ځوانانو ته کار کوم او دا مې شعار نه بلکي په عمل کې ثابته کړې، له کله چې د کابل د والي په توګه ګمارل شوی یم، هره ورځ هڅې کوم، له وزیرانو، ډونرانو او مرستندویه موسسو سره په اړېکه کې یم تر څو وکولای شم چې ځوانانو ته سالم کاري فرصتونه برابر کړم.
د کابل والي زیاته: د هېواد روښانه راتلونکی زموږ په یووالي کې دی او موږ ټول مکلف یو چې د هېواد په ودانولو کې فعاله ونډه واخلو، موجوده نظام چې زموږ د وینو او بي شمېره قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی، په پوره میړانه ورڅخه ملاتړ وکړو.
دغه راز ښاغلي حیدري وویل د امنیت د تامین لپاره جدي هڅې کوي، د کابل امنیتي پلان باندې کار روان دی چې ډېر ژر به بشپړ شي او د یاد پلان په پلې کیدلو سره به د کابل په ښار او ولسوالیو کې مثبت امنیتي بدلونونه رامنځته شي، چې په همدې موخه اوسمهال د کابل ښار د پولیسو د حوزو د امرینو او مرستیالانو څخه د ازاد سيالۍ له لارې ازموینې اخېستل کیږي، له دې وروسته به د کابل په مرکز او ولسوالیو کې په نظامي بستونو کې وړ، مسلکي، وطن پرست او په کار پوه اشخاص د ازاد رقابت له لارې په دندو ګمارل کیږي.
د کابل والی وویل: چې له ولسمشر سره یې لیدلي د کابل د خلکو ستونزي، غوښتنې او وړاندېزونه یې په بیلابیلو برخو کې ورسره شریک کړي دي او جمهور رئیس هم ورته د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي حیدري زیاته کړه چې د ځمکو غصب د مخنیوي، اداري فساد، نشه یې توکو د له منځه وړلو پر وړاندې یې جدی مبارزه پیل کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د کابل په ادارو کې اداري فسادي وکړي او د ځمکو غاصبین به د قانون منګولو ته سپاري.
ښاغلي حیدري وویل په راتلونکې کال کې به د پلان سره سم، د امنیت، پوهنې، روغتیا، برښنا، کرنې، مالدارۍ او بیارغونې په برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړي.
دغه راز د کابل والي وویل د بي سوادۍ د له منځه وړلو لپاره یې هم جدي هڅې پیل کړي، نوموړي د ځوانانو څخه وغوښتل چې د بي سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه چې د کابل په ټولو ولسوالیو کې به د ځوانانو لپاره ورزشي ځایونه او کلتوري مرکزونه جوړوي تر څو ځوانان وکولای شي چې هلته خپل فعالیتونه په ښه شکل سره ترسره کړي.
د کابل والي وویل نوی کال په را رسیدو دی، د زرغون ، ښایسته او پاک کابل لپاره په ټول توان سره هڅه کوي چې په مرکز او ولسوالیو کې نیالګي کینوي،په یاده برخه کې یې د ځوانانو همکاري تر بل هر چا اړېنه وبلله او له هغوی وغوښتل چې د زرغون کابل لپاره پراخ کمپاینونه ترسره کړي.
ښاغلي حیدري وویل کابل د ټولو افغانانو ګډ کور او عزت دی، ولایتي ادراه په یوازي توګه هیڅ هم نشي کولای تر څو ولسونه ورسره همکاري ونه کړي.
دغه راز د کابل والي ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې په ادارو کې به ځوانان ګماري او په ټول توان سره کار کوي چې نور د کابل اداري الیکتروینکي او په عصري وسایلو سمبال کړي او وړ ځوانان به په دندو ګماري.
د کابل والي وویل چې د پلان سره سم به د داخلي بي ځایه شویو او کډوالو ستونزو حل ته رسیده ګي کوي او په همدې موخه یې له ډونرانو او مرستندویه موسسو سره ناستې ترسره کړي دي تر څو د کابل په ښار او ولسوالیو کې کډوالو ته معیاري ښارګوټي جوړ شي.
په یاده ناسته کې د کابل ولایت د کډوالو، بي ځایه شویو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس هم حضور درلود او د مشرقي ځوانانو ته یې ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل ته به یې جدي کار کوي.