د پولیسو له اعاشوي توکو څخه څارنه ترسره شوه


۲۳ سلواغې ۱۳۹۶
د ولسمشر د حکم په آساس د کابل ولایت د پولیسو د اعاشوي توکو د څارنې کمیسون مسئول د کابل ولایت د تخنیکي او سکتوري خدمتونو رئیس سنک عبدالرحیمزي، د ۱۰۱ اسمائي زون عسکري څارنوالۍ استازي، د ۱۰۱ اسمائې زون قوماندانۍ له پخلنځي او طعام خاني څخه لیدنه وکړه.
د یاد کمیسون مسئولینو د څارنې په ترڅ کې له افسرانو، ساتنمانو او سرتیرو سره وکتل او د هغوی ستونزي، غوښتنې او وړانديزونه یې واورېدل.
افسرانو، ساتنمانو او سرتیرو په خپلو خبرو کې وویل: چې د پخوا په پرتله یې ډوډۍ ډېره ښه شوي ده او مطابق د تابلو ورته په منظم ډول سره ټولو ته په مساوي ډول سره رسیږي.
د پولیسو د اعاشوي توکو څخه د څارنې د کمیسون رئیس د ۱۰۱ اسمائې زون د لوجستیک مسئولینو ته د پولیسو د اعاشي د لا ښه والي په موخه لازمي لارښووني وکړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد کمیسون غړي وخت نا وخت په مرکز او ولسوالیو کې هم د پولیسو له اعاشوي توکو څخه څارنه کوي.