د روان ۱۳۹۶ وږي ۲۸ د کابل ولایت عمومي امنیتي وضیعت د ارزولو په موخه امنیتي غونډه د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري په مشرۍ ترسره شوه


یاده غونډه د کابل ګارنیزون په عمومي قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي د کابل ګارنیزون عمومي قوماندانۍ سرپرست ډګر جنرال محمد افضل امان امان، د ۱۱۱ فرقي قوماندان تورنجنرال عبدالنصیر ضایې، د ۱۰۱ اسمایې زون سرپرست قوماندان لوى پاسوال محمد سالم احساس، د کابل ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې استازو ګډون کړی وه.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري وویل: په ټول توان سره هڅه کوي چې په ولسوالیو او مرکز کې ښي حکومتوالۍ ته زمینه برابره کړي او د ادارې فساد او ځمکو د غصب په اړه به جدي مبازره وکړي.
ښاغلي حیدري د ملکي او نظامي ادارو تر منځ په ښي همغږي رامنځته کولو ټینګار وکړاو نظامي مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې په مرکز او ولسوالیو کې د ملکي او نظامي ادارو تر منځ د ښي همغږۍ او پیاوړتیا لپاره جدي کار وکړی.
د کابل والي وویل: په ټولو نظامي او ملکي ادارو کې باید ګمارنې د لیاقت او وړتیا له مخي ترسره شي، تر څو دولتي ادارې وکولای شي چې د فساد پروړاندې جدي مبارزه وکړي، د بیارغونې او پرمختګ چاروته زمینه برابره شی او خلکو ته ښه په وخت او وړ خدمتونو وړاندې شي.
د کابل والی زیاته کړه، له نیکه مرغه د کابل ولسونه د سولي تږي دي او تل یې د خپل نظام او دولت څخه ملاتړ کړی دی، اوس هم چمتو دې چې د خپلې ولایتې اداره سره د سولي په ټینګښت او امنیت په تامین کې مرسته وکړي.
دغه راز ښاغلي حیدري وویل د منظم پلان له مخې به له ټولو ولسوالیو څخه لیدنه ترسره کړي او د خلکو ستونزي، غوښتنې او وړانديزونه به له نږدي څخه واوري.
د کابل والی زیاته کړه چې د امنیت د ښه تامین په موخه به له دینې عالمانو، قومي مشرانو، میرمنو او ځوانانو سره دومداره ناستې ترسره کړي او په ټولو پریکړو کې به له ولسونو سره مشوري وکړي.
ورپسې په خپل وار سره د کابل ګارنیزون عمومي قوماندان، د ۱۱۱ فرقي قوماندان، د ۱۰۱ اسمایې زون سرپرست قوماندان او د کابل ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال خبرې وکړي وې ویل، افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو هڅه کوي چې امنیت تامین کړي، تر څو د کابل خلک په ارامه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړې، دوی د امنیت په ټینګښت کې د ولسونو په همکارۍ ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې په کابل کې د ټولو امنیتي ارګانونو تر منځ بشپړه همغږي شتون لري، هیله ده چې د کابل د نوي والي په راتګ سره شته همغږي لا پیاوړي شي.
دغه راز د نظامي ادارو مسئولینو په خپل وار سره د کابل والي ته د ترسره شویو فعالیتونو ګزارش هم وړاندې کړ.
په امنیتي غونډه کې له اجنډا سره سم په یو شمیر نورو اړېنو موضوعاتو هم اوږد بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.