د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدری د کډوالو، بي ځایه شویو او بیرته را ستنیدونکو چارو له رئیس او UNCHR استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

۱۳۹۶سنبله ۲۸

د دغې ناستې په پيل کې د کابل ولایت د کډوالو، بي ځایه شویو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس او د UNCHR استازو د خپلو فعالیتونو په اړه د کابل والي ته ګزارش ورکړ.
دوی وویل هڅه کوي، چې د کډوالو او بي ځایه شویو کورنیو سره په وخت لازمي مرستې ترسره کړي او د هغوی ستونزو ته رسیده ګي وکړی، دغه راز دوی زیاته کړه ټولي مرستي به پوره شفافیت سره اړو او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
دغه راز دوی وویل: ټولي مرستي به تر دقیقي سروي ورسته په اړو کورنیو وویشل شي.
د کابل والی ښاغلي محمد یعقوب حیدری د ټولو مرستندویه موسسو په ځانګړې توګه د UNCHR موسسی له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې تل یې د افغانانو سره په وخت لازمي مرستي ترسره کړي دي.
ښاغلي حیدری وویل: د کابل ولایتي اداره د ټولو مرستندویو ادارو له پروګرامونو څخه د ملاتړ تر څنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي د UNCHR له استازو او د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې د مرستو په ویش کې باید هڅه وکړي، چې اړو کورنیو ته یې ورسوي او دغه راز مرستې باید د ژمي تر را رسیدو مخکي وویشل شي.