د روان ۱۳۹۶ کال د وږي په ۲۵ نېټه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي امر انورخان اوریاخېل، د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ دیني عالمانو،قومي مشرانو، ځوانانو او میرمنو د کابل ولایت له نوي والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري سره وکتل، په دغه ناسته کې د کابل ولایت م


په پیل کې د راغلیو کسانو په استازېتوب مولوي محیب الرحمن او اسماعیل سهاک خبرې وکړی، دوی وویل د قره باغ ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د خاورې، هېواد او دین څخه په میړانه دفاع کړي او اوس هم د خپل نظام او افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي، دوی د کابل نوي والي ته د دندې مبارکي وویله او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې د قره باغ ولسوالۍ ته د خوندې امنیت، پوهنې، کرني، بیارغونې په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.
راغلیو مشرانو وویل د قره باغ ولسونو یو موټی دي او په ټول توان سره د ولایتې ادارې له روانو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي، دوی د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته لازم کاري فرصتونه رامنځته کړي او د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
ورپسې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي امر انورخان اوریاخېل د کابل نوې والی ته د دندې مبارکې وویله، زیاته یې کړه چې د کابل خلک په بیلابیلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، هیله ده چې د خلکو ستونزو ته پای ټکی کېښودل شي، نوموړي وویل، په ولسې جرګه، مشرانو جرګه او ولایتې شورا کې د کابل د خلکو استازي چمتو دي چې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ د بیارغونې، پرمختګ او د امنیت د ښه تامین په برخه کې کار وکړي.
د کابل نوي والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، زه ستاسو بادار نه بلکي ستاسو خادم یم، د پلان سره سم په به په ټولو ولسوالیو کې د امنیت د ښه تامین، بیارغونې، پوهنې بهیر پیاوړتیا، کرني او متوازن پرمختګ ته کار وکړم، ښاغلي حیدری له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ولایتي ادارې سره همکاري زیاته کړي، تر څو وکولای شو روان پروګرامونه په ښه ډول سره پلي کړو.
د کابل والي وویل، په ادارو کې به د قانون سره سم ځوان کدرونو جذب کړو او په ولسوالیو کې به ښځو ته لازم کاري فرصتونه رامنځته کړو.
دغه راز د کابل والي زیاته کړه چې د اداري فساد پر وړاندې به جدي مبارزه کوي او هغه څوک چې په فساد کې ښکیل وي، عدلې او قضایې ارګانونو ته به یې ور وپیژني.