د روان ۱۳۹۶ کال د چنګاښ (سرطان) په څلورېشتمه نېټه د افغانستان د پرمختګ لپاره د خیر ښیګڼې موسسې (ودان) په کابل ولایت کې ( د ډېرو بي وزله کورنیو د ملاتړ پروژې) په اړه د کابل والي ښاغلي حامد اکرم، د کرنې او اقتصاد رئیسانو، د چهار اسیاب، ده سبز، خاک جبار، قره

 

د ودان موسسې د برنامو رئیس وویل د کابل ولایت په چهار اسیاب، ده سبز، خاکجبار، قره باغ او موسهي ولسوالیو کې فعالیت ترسره کوی، پروژه یې ( په کابل ولایت کې د ډېرو بي وزله کورنیو د ملاتړ پروژه) نومیږي، د نړیوال بانک له لورې تمویلیږي، چې دری میلونه ډالر بودجه لري، د دوو کالونو په اوږدو کې به بشپړه شي او ۱۵۰۰ بي وزله کورنۍ به یې له ګټې اخیستنې څخه برخمني شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د پروژې عمده موخي یې د بي وزله کورنیو سره مرسته کول دي، تر څو د هغوی زیان ګاللو کچه را کمه شي، په ژوند کې یې ښه والی راشي او د عوایدو درلودونکي شي، دغه راز ده وویل په دې سره هڅه کوي چې د دولت او ملت ترمنځ واټن را کم کړي او بي وزله کورنۍ، د پوهنې او روغتیایې خدمتونو ترڅنګ بازار موندنې ته هم لاس رسى پیدا کړي.

د ودان موسسي د برنامو رئیس وویل چې د بي وزله کورنیو سروي په شفاف ډول ترسره کیږي او ورسته ورته څاروې اخېستل کیږي او دغه راز دوی ته روزنه ورکول کیږي چې د څارویو ښه پالنه او ساتنه وکړي.

ورپسې په خپل وار سره ولسوالانو، مشرانو او مدیرانو خبرې وکړي، دوی په خپلو خبرو کې د ودان موسسي پر کړنو نیوکې وکړې، وې ویل توزیع یې غیر عادلانه روانه ده او متوازن انکشاف ته پاملرنه نه کوي.

ورسته د کابل والي ښاغلي حامد اکرم خبرې وکړي، د نړیوال بانک له مسئولینو څخه یې مننه وکړه چې تل یې د افغانانو لاسنیوی کړی، ښاغلي اکرم وویل دا باید ومنو چې تر اوسه د پروژې په تطبیق کې تیروتنې شوي دي، له دې ورسته باید هڅې وکړو، چې دا مهمه او ارزښتناکه پروژه په ښه ډول سره پلي شي، بي وزله کورنۍ دې په غور سره وټاکل شي، دغه راز ښاغلي اکرم د تخنیکي او سکتوري خدمتونو رئیس ته سپارښتنه وکړه چې د پروژې د ښه تطبیق او څارنې په موخه دي د ولایت په کچه د رهبرۍ او شکایتونو اورېدو کمیټې جوړي شي او له خلکو سره دې دوامداره غونډې ترسره کړي، ښاغلي اکرم د ودان موسسي له مسئولینو غوښتنه وکړه چې خپلې چارې دي د ولسوالانو او مشرانو سره په ښه همغږۍ سره ترسره کړئ.

ښاغلي حامد اکرم وویل موږ متوازن انکشاف ته ژمن او له ټولو هغو موسساتو څخه د مننې تر څنګ ملاتړ کوو چې د کابل خلکو ته کار کوي.