د کابل والی ښاغلی حامد اکرم چهار شنبه د وری یا حمل دمیاشتی په ۱۶ نیټه د ټولګټو چارو د محترم وزیر ښاغلی محمود بلیغ سره وکتل؛

 

د کابل والی ښاغلی حامد اکرم چهار شنبه د وری یا حمل دمیاشتی په ۱۶ نیټه د ټولګټو چارو د محترم وزیر ښاغلی محمود بلیغ سره پداسی حال کښی چه په ملی شورا کښی د کابل ولایت دخلکو استازی محترم محمد داود کلکانی او د کلکانو د ولسوالی ځیني مخور هم حاضروه دده دکار په دفتر کښی ولیدل او دقلعه مرادبیک نه د بګرام تر دوې پوری د کابل پروان د دویم سرک په اوږدو کښی د پرتو ځمکو داستملاک او تصفیی په اړوند چه د تیرو څو کلونو راهیسی لاینحله پاتی ده هراړخیزه خبری ورسره وکړی چه محترم وزیر صاحب د خپل ځان له خوا په دی اړه د هر راز مرستی ژمنه وکړه چه لدی وروسته به ډیر ژر دیوبل په همکاری پدی اړه لازم اقدامات تر سره کړو.