د چین له سفیر سره د کابل والي ښاغلي حامد اکرم لیدنه؛

 


د دوشنبې پر ورځ د کب د میاشتې پر ۲۳ نېټه کابل والي ښاغلي حامد اکرم د چین هېواد له سفیر ښاغلي یاوجینګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې لیدنه کې ښاغلي اکرم له هېواد او په ځانګړې توګه له کابل سره د چین سفیر له هر ا‌ړخیزو همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او همدارنګه یې د چین هېواد د همکاریو او مرستو د دوام غوښتنه وکړه. په دې لیدنه کې د چین هېواد سفیر ښاغلي یاوجینګ هم له خپل لوري کابل والي ته ډاډ ورکړ چې د چین مرستې به له افغانستان سره دوام ولري.
د یادولو وړ ده چې د چین سفیر، کابل والي ته د روغتیايي او ښونیزو چارو پر مرستو او نظارت ټینګار وکړ او په دې برخو کی یې د خپل هېواد په استازیتوب د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه چې په خوښۍ سره ومنل شوه.