د سیمه ییزې حکومتوالۍد مسودې پر سر د نظریاتو ورکشاپ په لاره واچول شو

 

نن سه شنبه ۱۳۹۵ لمریز کال د سرطان میاشتې پر ۸ نېټه د کابل ولایت د کنفرانسونو په تالار کې د سیمه ییزې حکومتوالۍد مسودې پر سر د نظریاتو ورکشاپ په لاره واچول شو. یاد ورکشاپ چې درې برخې درلودې په لومړي سر کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د مسودې په هکله پرزېنټېشن وړاندې شو او د ورکشاپ ګډون کوونکو سره معلومات شریک شول چې وروسته بیا د ګروپي کار لپاره د ورکشاپ ګډون کوونکي پر پنځو ګروپونو (سیمه ییزې ادارې او د صلاحیتونو لېږد، والیان او دندې صلاحیتونه او له نورو اداراتو سره اړیکه، ښاروالۍ، سیمه ییزې شوراګانې او متفرقه موضوعات) باندې ووېشل شول چې د اړوندو ګروپونو برخوالو خپل نظریات شریک کړل او په پای کې راټول شوي نظریات توحید او جمع‌بندي شو. د یادونې وړ دی چې په دې ورکشاپ کې د کابل ولایت رهبري پلاوي، عدلي او قضايي ارګانونو مسوبین، سکتوري رییسان، ولایتي شورای غړي، ولسوالان، د ولسوالیو ښاروالان، پرمختیايي شوراګانو استازي، د پوهنتون محصلین او د مدني ټولنې استازو ګډون درلود.