حامد اکرم د کابل ولایت والی د افغانستان د کرکت بورد د عمومی ریُس ښاغلی نسیم الله دانش سره د الکوزی په کرکت لوبغالی کښی ولیدل

حامد اکرم د کابل ولایت والی د افغانستان د کرکت بورد د عمومی ریُس ښاغلی نسیم الله دانش سره د الکوزی په کرکت لوبغالی کښی ولیدل او د کابل په ولسوالیو کښی د کرکت د میدانونو د جوړولو په اړوند مو ددوی سره په تفصیل خبری وکړی او ددوی څخه په درناوی سره غوښتنه وکړه چه د کابل د ولسوالیو ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه د کابل ولایت سره پدی هکله مرسته وکړی چه په ډیر خوښی سره ومنل شوه.
د یادولو وړ ده چی د ملاقت ترڅنګ د هغی مسابقی چی د افغانستان د انکشافی لوبدلی او د پاکستان د حبیب بانک دلوبدلو ترمنځ روانه وه په داسی حال کښی لیدنه وکړه چه د پاکستان د اسلامی جمهوریت سفیر او د سفارت ځینی کارکونکی هم حاضر وه.
او وروسته مو دواړو ټیمونو ته دنقدی جایزو او د قهرمانی جام د ورکولو په مراسمو کښی ګډون وکړ. د یادولو وړ ده چه ددی مسابقو اخیری لوبه د افغانستان د انکشافی لوبډلی په بریا سره پای ته ورسیده.