د ۱۳۹۵ کال د ثور میاشتی ۲۸ نیټه د کابل ولایت مرستیال والی، د لوی څارنوالی مالی و اداری رییس او اړوندی اداری استازی، موسهی او چهار آسیاب ولسوالی

د ۱۳۹۵ کال د ثور میاشتی ۲۸ نیټه د کابل ولایت مرستیال والی، د لوی څارنوالی مالی و اداری رییس او اړوندی اداری استازی، موسهی او چهار آسیاب ولسوالی ولسوالان او ملکی خدمتونو کارکونکو د یادو ولسوالیو له ولسی شورا، انکشافی شورا غړو، علماوو، سپین ګیرو، مخورو او ولسی وګړو سره وکتل. په دی ناستو کی لمړی د دواړو ولسوالیو اوسیدونکو سره د ښی حکومتوالی په لړ کی خبری وشوی او د دوی وړاندیزونه واوریدل شول، ښاغلی محبوب الله محبی د کابل محلی ادارو په استازیتوب د ولسونو د حمایت او د دوی له هلو څلو نه چی د ټولو برنامو او پروژو د ښه پلی کیدلو په لړ کی یی له محلی او مرکزی اداری سره رغندو ګامونه اوچت کړی دی مننه وکړه. په پای کی یاد شویو ولسوالیو ته تللی پلاوی په دغو ولسوالیو کی د څارنوالی د ودانی ځمکه له نږدی نه وکتل شوه چی ډیر ژر به د ښی حکومتوالی او خلکو ته د ښه خدمتونو وړاندی کولو په موخو د وادانی ساختمانی کارونه عملا پیل شی