له امنیتي ځواکونو او د دوست او دښمن په هکله د حکومت له نوي دريځ څخه د کابل ولسونو د ملاتړ دوام او امنیتي ځواکونو ستاینه!


د روان لمریز کال د غوايي یا ثور میاشتې پر ۱۳ نېټه د کابل ولایت د پغمان، شکردرې، میربچه کوټ، استالف، فرزې او ګلدرې ولسونو د یوې غونډې په ترڅ کې د هېواد له امنیتي ځواکونواو دوست او دښمن په هکله د حکومت له نوي دريځ څخه د کابل خپل ملاتړ اعلان کړ. د کابل د ولایتي شورای په استازیتوب ښاغلي علي یزدان پرست خبرې وکړې زیاته یې کړه، افغان ولس پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي ځکه چې دوی د خلکو د هوساینې لپاره شپه اورځ سره یو کړې او د خلکو په چوپړ کې دي په همدې ډول ده زیاته کړه، اوسمهال د هېواد دښمنان ددې وړتیا نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخه جګړه وکړي اما دغه د بهرنیو کړیو لاس پوڅي په دې هڅه کې دي چې د ترهګریزو بریدونو له لارې عام وګړي په نښه کړي.
په همدې ډول کابل والي ښاغلي حامد اکرم هم خبرې وکړې وې ویل: «زموږ امنیتي ځواکونه د اوسني پېر مجاهدین دي چې د ترهګرو یرغلګرو پر وړاندې له هېواد او خلکو څخه ساتنه کوي.» ښاغلي اکرم زیاته کړه، اوسمهال ټول افغان ولس پر خپلو امنیتي سرتېرو ویاړي او په دې ډاډ لري چې دوی کولای شي د هېواد له پلو او ځمکنۍ بشړتیا څخه ساتنه وکړي.
د غونډې په لړ کې د میربچه کوټ ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب ښاغلي غلام جیلاني او د پغمان ولسونو په استازیتوب ښاغلي قاضي حشمت الله هم خبرې وکړې او له امنیتي ځواکونو او د حکومت له نوي دریځ څخه یې ملاتړ څرګند.
د غونډې په لړ کې کابل والي د یادو ولسوالیو له هغو امنیتي منسوبینو څخه چې د امنیتي چارو په ټینګښت کې یې له خپله ځانه ښه وړتیا ښودلې ستاینلیکونه ورکړل. د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د چهارآسیاب، موسهي، خاکجبار او بګرامي ولسونو له امنیتي ځواکونو او دحکومت له نوي دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.