د شکردرې ولسوالۍ په غازه کلي کې د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د شکردرې ولسوالۍ په غازه کلي کې د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د روان لمریز کال د غوايي یا ثور میاشتې پر ۷ نېټه کابل والي ښاغلي حامد اکرم د شکردرې ولسوالۍ په غازه کلي کې د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده. د غازه د ګلي کلي جامع جومات چې په اساسي او پاخه ډول په یو پوړ او ۲۰۰ متر مربع سیمه کې د ۳۳۲۸۴۰۸ افغانیو په ارزښت تر راتلوونکو شپږو میاشتو پورې جوړېږي، پیسې یې د حج او اوقافو وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي. د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د کابل ولایتي شورا مشر او د ولایتي شورا وکیلانو هم ګډون درلود.