کابل والي ښاغلي حامد اکرم د کابل ولایت د ستونزو د هواري په موخه له ولسمشر او د کایبنې له غړیو سره ناسته ترسره کړه.

 

دا ناسته چې تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي اکرم د کابل ولایت د ولسوالیو پر انډولیزې پرمختیا، د ښار او ولسوالیو د سرحداتو پر تشخیص، د دوه ګنو ریاستونو پر ستونزې او په همدې ډول د موسهي او شکردرې ولسوالیو د لارو د اسفالت په هکله خپل وړاندیزونه مطرح کړل. کابل والي په همدې ډول زیاته کړه، تر هغو پورې چې کابل ولایت ته د نورو ولایتونو په څېر یو ډول پاملرنه ونشي د کابل ولایت ستونزې به هوارې نشي.
په همدې ډول د هېواد جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني د والیانو، وکیلانو او سناتورانو د راپورونو او څرګندونو له اورېدلو وروسته د حکومت له اصلاحي برنامو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، د دغو بحثونو موخه داده، چې د ملي موضوعاتو په هکله پایلې ته ورسېږو، ځکه خلک د اصلاحاتوغوښتونکي دي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، په حکومت کې د اصلاحاتو راوړلو لپاره سیاسي اجماع ته اړتیا ده او په دې برخه کې یې د خلکو له استازو هم مرسته وغوښته. جمهور رئیس غني وویل، موږ د بنسټیزو اصلاحاتو د راوړلو په خاطر فشارونو ته نه یوو تسلیم شوي او سلیقوي چلند نه کوو.
د یادولو ده چې په دې ناسته کې په ملي شورا کې د کابل ولایت له استازو پرته ې د کابینې پر غړو سربېره د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمدخان، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم حضور درلود