سرپرست ولسوالی پغمان معرفی شد

سرپرست ولسوالی پغمان معرفی شد
شنبه، ۱۵ سنبله
محمدنعیم ابراهیمی، امروز شنبه بحیث سرپرست ولسوالی پغمان طی محفلی توسط محترم عصمت‌الله علی‌زی رییس منابع بشری ولایت کابل به کارمندان و مردم این ولسوالی معرفی شد.
عصمت‌الله علی‌زی، رییس منابع بشری ولایت کابل در این محفل گفت که تغییر و تبدیل در ادارات حکومتی اصل مهم است و از بزرگان و شورای‌های مردمی این ولسوالی می‌خواهم تا با سرپرست جدید ولسوالی پغمان در اجرای برنامه‌های حکومت محلی سهم داشته باشند.
در عین حال، محمدنعیم ابراهیمی، سرپرست ولسوالی پغمان گفت که تامین امنیت، انکشاف و بازسازی، مبارزه با فساد اداری و حکومت‌داری خوب از اولویت‌های کاری‌اش خواهد بود. آقای ابراهیمی اظهار داشت که در تطبیق این امر از افکار و پشنهادات بزرگان، علما، جوانان و روشنفکران این ولسوالی استفاده خواهد کرد.
سرپرست ولسوالی پغمان تعهد سپرد که با فساد اداری مبارزه جدی خواهد کرد و در حیطۀ صلاحیت‌هایش به هیچ فردی اجازۀ فساد را نخواهد داد. او از باشنده‌گان این ولسوالی خواست تا با حکومت محلی همکاری کنند‌‌.
در سوی دیگر، اعضای شورای مردمی ولسوالی پغمان در این مراسم از سرپرست ولسوالی پغمان اعلام پشتیبانی و حمایت کردند و گزینش آقای محمدنعیم ابراهیمی را نیک و شایستۀ عنوان کردند. حشمت‌الله امانی، عضو شورای مردمی ولسوالی پغمان گفت که آقای ابراهیمی نقش برجسته‌یی در حل و فصل منازعات مردمی در سطح ولسوالی پغمان داشته و اکنون هم در کمال صداقت و امانت‌داری می‌تواند مسوولیت جدیدش را پیش ببرد.
قابل یادآوری است که محمدنعیم ابراهیمی از تجارب کاری خوب و شایسته‌گی لازم برخوردار می‌باشد و تا اکمال بست از طریق رقابت آزاد، به حیث ولسوال پغمان ایفای وظیفه خواهد کرد.
.....
د پغمان ولسوالۍ سرپرست معرفي شو
شنبه د وږي ۱۵مه
محمدنعیم ابراهیمي نن ورځ شنبه د پغمان ولسوالۍ د سرپرست په توګه د کابل ولایت د بشري سرچینو د رییس ښاغلي عصمت الله علیزي له لورې د دې ولسوالۍ کارکونکو او خلکو ته ور معرفي شو.
په دې غونډه کې د کابل ولایت د بشري سرچینو رییس عصمت الله علیزي وویل، په حکومتي ادارو کې تغیر او تبدیل یو مهم اصل دی او د دې ولسوالۍ له مشرانو او د خلکو له شوراګانو غواړم چې د پغمان ولسوالۍ له نوي سرپرست سره د محلي حکومت د پروګرامونو په سرته رسولو کې ونډه واخلي.
په عین وخت کې، د پغمان ولسوالۍ سرپرست محمدنعیم ابراهیمي وویل، د امنیت ټینګښت، پرمختګ او بیا رغونه، له فساد سره مبارزه او ښه حکومتولي به مې له کاري لومړیتوبونو څخه وي. ښاغلي ابراهیمي څرګنده کړه د دې امر د پلي کولو لپاره به د دې ولسوالي د مشرانو، علماوو، ځوانانو او روڼ آندو له فکرونو او وړاندیزونو څخه ګټه واخلي.
د پغمان ولسوالۍ سرپرست ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به جدي مبارزه وکړي او د خپل صلاحیت په چوکاټ کې به هیڅ چا ته د فساد اجازه ورنه کړي. هغه د نوموړې ولسوالۍ له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې له محلي حکومت سره مرسته وکړي.
له بل لورې، د پغمان ولسوالۍ د ولسي شورا غړو په دې غونډه کې د دې ولسوالۍ له سرپرست څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د ښاغلي محمدنعیم ټاکنه یې ښه او پرځای کړنه وبلله.
د پغمان ولسوالۍ د ولسي شورا غړي حشمت الله اماني وویل، د پغمان ولسوالۍ په کچه ښاغلي ابراهیمي د خلکو ترمنځ د منازعاتو په حل و فصل کې د پام وړ ونډه لرله او اوس هم په ریښتیني او ډاډمنه ټوګه کولای شي نوې دنده په مخ یوسي.
د یادولو وړ ده چې ښاغلی محمدنعیم ابراهیمي له ښو کاري تجربو او پوره وړتیاوو څخه برخه من دی او تر څو چې نوموړي بست ته د ازاد رقابت له لارې څوک راځي ښاغلی ابراهیمي به د ولسوال په توګه دنده په مخ وړي.