والی کابل با ریيس عمومی صندوق ملی مالی افغانستان دیدار کرد

والی کابل با ریيس عمومی صندوق ملی مالی افغانستان دیدار کرد

چهارشنبه، ۱۲ سنبله
محمد یعقوب حیدری والی کابل با پامير پتنگ، ریيس عمومی و برخی کارمندان صندوق ملی مالی افغانستان در دفتر کاری‌اش دیدار کرد.

در این دیدار، نخست آقای پتنگ راجع به برنامه‌های اين صندوق معلومات ارایه کرده و آن را مالکیت و مربوط مردم دانسته افزود که در صندوق ملی مالی افغانستان یک نهاد خیریه، بی‌طرف و مستقل است که از نهادهای خیریه ملی و بین‌المللی کمک‌ها را جمع‌آوری کرده و از طریق یک پلان منظم برای کاهش فقر و بهبود زندگی نیازمندان به مصرف می‌رساند.

رییس عمومی صندوق ملی مالی افغانستان برای تطبیق این برنامه‌ها از اداره محلی ولایت کابل خواستار همکاری و هماهنگی در زمینه گردید.

در عین حال، محمد یعقوب حیدری والی کابل با ابراز خرسندی از ایجاد صندوق ملی مالی افغانستان، حمایت همه‌جانبه خویش را با این اداره اعلام کرده و گفت که در انسجام کمک‌‌ها و هماهنگی بهتر نهادهای بین‌المللی ممد خواهیم بود.

والی کابل از رییس این اداره خواست که ایجاد و ساخت مرکز اجتماعی در سطح شهر و ولسوالی‌های ولایت کابل نیاز اساسی بوده و گفت که در این مرکز میدان‌های ورزشی، حوض‌های آب‌بازی، اتاق‌های درسی و تعلیمی و سایر بخش‌های تفریحی و اجتماعی شامل خواهند بود.

والی کابل علاوه کرد که جمع‌آوری معتادان از سطح شهر و اعمار سبزخانه‌ها و فراهم کردن زمینۀ کار در آن، برای خانم‌های که در خانه.های امن به‌سر می‌برند، یکی دیگر از خواست‌هایی بود که در این دیدار روی آن بحث شد.

در این دیدار تصمیم بر آن شد که تفاهم‌نامه مشترک میان اداره‌ی ولایت کابل و ریاست عمومی صندوق ملی مالی افغانستان جهت هماهنگی و همکاری بیشتر نیز به امضا خواهد رسید.

.....

کابل والي د افغانستان د ملي مالي صندوق له لوی رییس سره وکتل

چهارشنبه د وږي ۱۲مه
د کابل والي محمدیعقوب حیدري د افغانستان د ملي مالي صندوق له لوی رییس پامیر پتنګ او ځینو کارکونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې، لومړی ښاغلي پامیرپتنګ د دې صندوق د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او هغه یې د خلکو مالکیت او اړوند وبلل او زیاته یې کړه چې د افغانستان ملي مالي صندوق یو خیریه، بې طرفه او خپلواک بنسټ دی چې له ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو څخه مرستې را غونډوي او د یو منظم پلان سره سم یې د بېوزلۍ د کمولو او د اړمنو خلکو د ژوند د ښه کولو په موخه لګوي.

د افغانستان د ملي مالي صندوق لوی رییس د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د کابل له ولایتي محلي ادارې څخه د مرستې او همغږۍ غوښتنه وکړه.
په عین وخت کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري د افغانستان د ملي مالي صندوق د جوړېدو په اړه خوښي وښووده او له دې ادارې سره یې د هراړخیزي مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل له نړیوالو بنسټونو څخه د مرستو په راغونډولو او همغږي کولو کې به له نوموړي صندوق سره کار وکړي.

د کابل والي د یاد صندوق له رییس څخه وغوښتل چې د کابل ښار او ولسوالیو په کچه د ټولنیز مرکز جوړېدو ته بنسټیزه اړتیا ده او زیاته یې کړه په دې مرکز کې به د لوبو میدانونه، د اوبو حوضونو، درسي او ښوونیزې خونې او نورې تفریحي او ټولنیزې برخې شاملي وي.

د کابل والي زیاته کړه، له کابل ښار څخه د روږدو کسانو راټولول، د شنو خونو جوړول او په هغوی کې هغو میرمنو ته د کار زمینه برابرول چې په امن خونو کې اوسیږي د دې لیدنې له غوښتنو څخه وې چې خبرې پرې وشوې.

په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د کابل ولایتي ادارې او د افغانستان د ملي مالي صندوق د لوی ریاست ترمنځ به د لا ډېرو مرستو او همغږۍ په موخه ګډ هوکړه لیک هم لاسلیک کیږي.