والی کابل با متنفذان و باشنده‌گان قریۀ ده بالای ولسوالی گلدره دیدار کرد

والی کابل با متنفذان و باشنده‌گان قریۀ ده بالای ولسوالی گلدره دیدار کرد

چهارشنبه، 12 سنبله
محمدیعقوب حیدری، والی کابل امروز چهارشنبه، 12 سنبله با شماری از بزرگان و باشنده‌گان قریۀ ده‌بالای ولسوالی گلدره دیدار کرد. بزرگان و باشنده‌گان قریۀ ده‌بالا در این دیدار راجع به مشکلات و پیشنهادات‌شان صحبت کردند.

آنان از والی کابل خواهان همکاری در زمینۀ اشتغال‌زایی به جوانان، انتقال برق و ساخت سرک در این قریه شدند. اعمار بند آب‌گردان، اعمار دیوار استنادی و تأمین امنیت گلدره از خواست‌های دیگر این بزرگان و متنفذان بود که در نشست امروز از والی کابل خواهان همکاری در این زمینه شدند.

در عین حال، محمدیعقوب حیدری، والی کابل به باشنده‌گان ده‌بالا اطمینان داد که تأمین امنیت، از اولویت‌های کاری مقام ولایت کابل و در مجموع دولت است. آقای حیدری با اشاره به این‌که امنیت شهر کابل بسته‌گی به امنیت کوهدامن دارد، افزود که نیروی کافی امنیتی در کوهدامن برای تأمین امنیت ولسوالی‌های آن مستقر شده و مردم از این ناحیه نگران نباشند.

آقای حیدری اظهار داشت که تدابیری برای ایجاد خیزش‌های مردمی از سوی دولت آغاز شده تا نیروهای جوان و بیکارِ هر منطقه در چارچوب این نیروها بسیج شوند و در بدل حقوق و امتیازات دولتی، از منطقه و مال و زنده‌گی‌شان در برابر طالبان و گروه‌های شورشی مسلح دفاع کنند.

والی کابل همچنان اضافه کرد که این خیزش‌ها در آینده تبدیل به ارتش مردمی خواهند شد. او از مردم این منطقه خواست تا با نیروهای امنیتی و نهادهای کشفی و استخباراتی همکار باشند. آقای حیدری در بخشی از سخنانش وعدۀ همکاری برای رسیده‌گی به پیشنهادات باشنده‌گان این منطقه داد. در اخیر این نشست، بزرگان و متنفذان حاضر در نشست نیز با نیروهای امنیتی و دولت اعلام همکاری و تجدید پیمان کردند.

....
کابل والي د ګلدرې ولسوالۍ د ده بالا کلي له اوسیدونکو او مخورو سره ولیدل

چهارشنبه د وږي ۱۲مه
د کابل والي محمدیعقوب حیدري نن چهارشنبه د وږي په ۱۲مه د ګلدرې ولسوالۍ د ده بالا کلي له اوسیدونکو او مشرانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ده بالا کلي اوسیدونکو او مشرانو د خپلو ستونزو او وړاندیزونو په هکله خبرې وکړې.
هغوی د کابل له والي څخه د ځوانانو لپار د کار په پیداکولو، نوموړي کلي ته د بریښنا د لیږد او سړک د جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د اوبو د زېرمه کولو لپاره د بند جوړول، د استنادي دېوال جوړول او د ګلدرې د امنیت ټینګښت د نوموړي کلي د مشرانو او مخورو له غوښتنو څخه وې چې په دې لیدنه کې پرې خبرې وشوې او د کابل له والي څخه یې په دې اړه مرسته وغوښته.

په عین وخت کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري د ده بالا کلي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د امنیت ټینګښت د کابل ولایت د رهبري او په ټوله کې د دولت لپاره لومړیتوب دی.
ښاغلي حیدري دې ته په اشارې چې د کابل ښار امنیت د کوهدامن په امنیت پسې تړاو لري زیاته کړه چې د کوهدامن په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه کافي شمېر امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي دي او خلک دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

ښاغلي حیدري څرګنده کړه چې د دولت له لوري د ولسي پاڅون کونکو د جوړولو په اړه کار پیل شوی تر څو د هرې سیمي ځوانان او هغه څوک چې بېکاره دي په دې ځواکونو کې شامل کړای شي او د دولت له لوري به د حقوقو او امتیازاتو په ورکولو سره د خپلې سیمي، مال او خلکو څخه د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه او دفاع کوي.

د کابل والي همدارنګه زیاته کړه چې دا پاڅونونه به په راتلونکې کې په ولسي اردو بدل شي. هغه د دې سیمې له خلکو څخه وغوښتل تر څو له امنیتي ځواکونو، کشفي او استخباراتي بنسټونو سره مرستندوی و اوسي.
ښاغلي حیدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې سیمې له اوسیدونکو سره د هغوی د وړاندیزونو په هکله د مرستې ژمنه وکړه. د دې غونډې په پای کې مشرانو او مخورو له امنیتي ځواکونو او دولت سره د مرستې کولو ژمنه تازه کړه.