والی کابل با متنفذین و بزرگان جگدلک دیدار کرد

والی کابل با متنفذین و بزرگان جگدلک دیدار کرد

سه‌شنبه، 11 سنبله
محمدیعقوب حیدری، والی کابل امروز با شماری از متنفذین و بزرگان قریۀ جگدلکِ ولسوالی سروبی در مقام ولایت کابل دیدار و گفت‌وگو کرد. بزرگان و متنفذین قریۀ جگدلک در این دیدار مشکلات و پیشنهادات‌شان را با والی کابل در میان گذاشتند.

مجنون خان مخلص، به نماینده‌گی از متنفذین و بزرگان جگدلک گفت که خانواده‌های بیجاشدۀ این قریه با مشکلاتی روبه‌رو اند و نیاز به کمک دارند. آقای مخلص افزود که هنوز کار عملی ساخت سرک سروبی الی جگدلک آغاز نشده و مقام ولایت کابل باید در این زمینه همکاری کند.

آقای مخلص از ناامنی در این ولسوالی نیز شکایت کرد و گفت، تولی‌یی که در این قریه حضور دارد، دایمی شود و نیروهای آن نیز افزایش یابد. ساخت دیوار استنادی، ضرورت به استادان مسلکی و ایجاد خیزش مردمی در این قریه از خواست‌های دیگر متنفذین و بزرگان قریۀ جگدلک بود که از سوی آقای مخلص مطرح شد.

همزمان با این، محمدیعقوب حیدری، والی کابل گفت که جگدلک به لحاظ منابع زیرزمینی بسیار غنی می‌باشد و ضرورت است تا در این منطقه سرمایه‌گذاری شود. آقای حیدری اظهار داشت که با شماری از بازرگانان صحبت کرده تا از این منطقه دیدن و در صورت علاقه‌مندی، در آنجا سرمایه‌گذاری کنند.

والی کابل با اشاره به اهمیت ساخت سرک سروبی الی جگدلک گفت، تا زمانی که سرک این قریه ساخته نشود، کارهای بنیادین دیگر نمی‌تواند عملی شود. آقای حیدری افزود که شخصاً با وزیر فواید عامه در قسمت ساخت سرک صحبت می‌کند و نیز اضافه کرد که این موضع را در کابینه مطرح می‌کند تا از طریق وزارت مالیه شامل بودجه شود. والی کابل اظهار داشت که شیوع ویروس کرونا و ناامنی‌های اخیر، پروژه‌های انکشافی را با مشکل روبه‌رو نمود و اضافه کرد که در جریان هفتۀ آینده شخصاً به سروبی سفر خواهد کرد و با مردم در مورد پروژه‌ها از نزدیک صحبت خواهد نمود.

محمدیعقوب حیدری در پیوند به کمک به بیجاشده‌گان اظهار داشت که به شمار زیادی از این خانواده‌ها پیش از این کمک شده است و ولایت کابل متعهد است به سایر خانواده‌ها کمک توزیع کند. او از نمایندۀ متنفذین و بزرگان این منطقه خواست تا فهرست خانواده‌هایی که تا هنوز با آنان کمک نشده است را ترتیب و به ولایت کابل بفرستد تا به آنان کمک صورت گیرد.

والی کابل به امنیت قریۀ جگدلک اشاره کرد و گفت که دولت روی طرح ایجاد خیزش مردمی و اردوی مردمی کار می‌کند. آقای حیدری گفت که تلاش جریان دارد تا این طرح جامع باشد و مانند گذشته، خیزش‌های مردمی در آینده تبدیل به عامل بی‌نظمی و ناامنی در مناطق نشوند.

به گفتۀ او، نقش مردم در تأمین امنیت مناطق‌شان بسیار مهم و با اهمیت است و باتوجه به این امر، دولت تلاش دارد از نیروهای مردمی به ویژه نیروهای جوان در تأمین امنیت بهره بگیرد. او گفت که این کار سبب اشتغال‌زایی به جوانان هر منطقه نیز خواهد شد.

متنفذین و بزرگان قریۀ جگدلک در بخشی از سخنان‌شان در پیوند به کمبود دارو و تجهیزات طبی در این قریه صحبت کردند. والی کابل نیز اظهار داشت که بودجۀ کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در ولایت کابل با صداقت و امانت‌داری کامل مصرف و نگهداری شده است و از بودجۀ این کمیته برای این قریه دارو و تجهیزات طبی نیز فراهم خواهد شد. والی کابل به ریاست صحت ولایت کابل هدایت داد تا نبود دارو و تجهیزات طبی در این قریه را بررسی کند تا برای رفع آن اقدام شود.

.....

کابل والي د جګدلک له مخورو او مشرانو سره ولیدل

سه شنبه د وږي ۱۱مه
د کابل والي محمدیعقوب حیدري نن ورځ د سروبي ولسوالۍ د جګدلک کلي له ځینو مخورو او مشرانو سره د کابل ولایت په مقام کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د جګدلک کلي مخورو او مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کابل له والي سره شریک کړل.
د جګدلک کلي د مخورو او مشرانو په استازیتوب مجنون خان مخلص خبرې وکړې او زیاته یې کړه د نوموړي کلي بې ځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي مخلص زیاته کړه تر اوسه د سروبي او جګدلک ترمنځ د سړک جوړولو کار نه دی پیل شوی او د کابل ولایت مقام باید په دې اړه مرسته وکړي.

ښاغلي مخلص په دې ولسوالۍ کې د ناامني په اړه هم شکایت وکړ او ویې ویل هغه ټولی چې په دې کلي کې شتون لري، باید دایمي شي او ځواکونه دې هم ډېر شي.
د استنادي دېوال جوړول، مسلکي ښوونکو ته اړتیا او د ولسي پاڅون کونکو جوړول د جګدلک کلي د مخورو او مشرانو له غوښتنو څخه وې چې د ښاغلي مخلص له لوري یې یادونه وشوه.

له دې سره یوځای، د کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل، جګدلک د ځمکې لاندې سرچینو له امله ډېر بډایه دی او اړتیا ده چې په دې سیمه کې پانګونه وشي.

ښاغلي حیدري څرګنده کړه چې له ځینو تجارانو سره یې خبرې کړې دي چې له دې سیمې څخه لیدنه وکړي او د لېوالتیا په صورت کې هلته پانګونه وکړي.

د کابل والي د سروبي-جګدلک تر منځ سړک د جوړولو د ارزښت په اړه وویل تر څو چې د نوموړي کلي سړک جوړ نه شي، نور بنسټیز کارونه نه شي ترسره کېدای.

ښاغلي حیدري وویل، خپله به د ټولګټو وزارت له وزیر سره د جګدلک کلي د سړک د جوړولو په هکله خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا موضوع به په کابینه کې هم یاده کړي تر څو د مالیې وزارت له لوري په بودجه کې شامله شي.
د کابل والي وویل د کرونا وایروس خپرېدل او وروستۍ ناامنۍ پرمختیایي پروژې له ستونزو سره مخ کړې او زیاته یې کړه راتلونکي اونۍ به سروبي ولسوالۍ ته سفر وکړي او له خلکو سره به د پروژو په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي حیدري له بې ځایه شوو سره د مرستو په اړه وویل له زیات شمېر دغو کورنیو سره مرسته شوې ده او د کابل ولایت رهبري ژمنه ده چې له نورو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

هغه د دې سیمې د مخورو او مشرانو له استازي څخه وغوښتل چې د هغو کورنیو لیستونه جوړ کړي چې تراوسه یې مرسته نه ده تر لاسه کړې او د کابل ولایت مقام ته دې وسپاري تر څو له هغوی سره هم مرسته وشي.

د کابل والي د جګدلک کلي امنیت ته په اشارې وویل، دولت د ولسي پاڅون کونکو او ولسي اردو د جوړولو په طرحه کار کوي.

ښاغلي حیدري وویل هڅې رواني دي چې دا طرحه هراړخیزه وي او د تیر په شان په راتلونکي کې ولسي پاڅون کونکي د خپلو سیمو د بې نظمي او ناامني سبب نه شي.

د هغه په وینا، د خلکو ونډه د خپلو سیمو د امنیت په ټینګښت کې ډېره مهمه او ارزښتناکه ده او دې ته په پام سره دولت هڅه کوي چې د امنیت د ټینګښت په موخه له ولسي ځواکونو په تېره له ځوانو هغو څخه ګټه واخلي. هغه وویل دا کار به په سیمو کې خلکو ته د کار د پیدا کولو زمینه هم برابره کړي.

د جګدلک کلي مخورو او مشرانو په خپلو خبرو کې په نوموړي کلي کې د روغتیایي توکو او درملو د کموالي ستونزې ته هم اشاره وکړه.

د کابل والي هم زیاته کړه چې په کابل ولایت کې له کرونا وایروس سره د مبارزې بیړنۍ کمېټې بودجه په ډېر صادقانه او روښانه ډول لګيدلي او ساتل شوې ده او د دې کمېټې له بودجې څخه به د نوموړي کلي لپاره روغتیایي توکي او درمل چمتو شي.

کابل والي د کابل ولایت د عامي روغتیا ریاست ته لارښوونه وکړه چې په جګدلک کلي کې د روغتیایي توکو او درملو کموالی وارزوي تر څو په دې اړه اقدام وکړي.