والی کابل در دیدار با اعضای شورای سراسری علمای کابل: کابل خانۀ مشترک همۀ مردم افغانستان است و باید با یک جمع بزرگ و مردمی اداره شود

والی کابل در دیدار با اعضای شورای سراسری علمای کابل: کابل خانۀ مشترک همۀ مردم افغانستان است و باید با یک جمع بزرگ و مردمی اداره شود

سه شنبه 7 اسد
محمدیعقوب حیدری، والی کابل و رییس کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در این ولایت، از بهر ایجاد «شورای عالی هماهنگی مردم کابل» امروز سه‌شنبه، 7 اسد با اعضای شورای سراسری علمای ولایت کابل دیدار و مشورت کرد.

آقای حیدری در این نشست ضمن ستایش از وعدۀ حمایت و حضور عالمان دین در «شورای عالی هماهنگی مردم کابل» گفت که علما نقش بسیار بااهمیت در بهبود وضعیت کشور دارند و باید یکپارچه همکار نظام باشند. او در ادامه افزود که ولایت کابل خانۀ مشترک همه اقوام و اقشار افغانستان است و باید توسط یک ساختار بزرگ و مردمی اداره شود.

والی کابل اظهار داشت که تغییر ساختار اداری ولایت کابل، یکی از اهداف کلیدی این شورا می‌باشد. او گفت که عالمان دینی با حضور پُررنگ‌ در این شورا می‌توانند در تسهیل این راه، همکار ادارات محلی ولایت کابل باشند.
محمدیعقوب حیدری در بخشی از سخنانش از مشکلات فرا راه عالمان دین یاد کرده و گفت که عدم هماهنگی در میان شورای علما سبب شده که تمام فیصله‌های ادارات در خصوص حل مشکلات آنان روی کاغذ باقی بماند. آقای حیدری تأکید کرد که نیاز است تا شورای قوی برای حل مشکلات در سطح کابل ایجاد گردد و در آن، نقش عالمان دین برجسته شود.

در عین حال، نماینده‌گان عالمان دین در این نشست از ایجاد «شورای عالی هماهنگی مردم کابل» ابراز خرسندی کرده و گفتند که باید بعد از ایجاد این شورا، به مشکلات علمای دین رسیده‌گی جدی صورت گیرد. آنان اظهار داشتند که همکاری علما گزینۀ بسیار خوب برای انسجام مردم زیر یک سقف واحد است و باید حضور آنان در این گونه شوراها از سوی حکومت نادیده گرفته نشود.

علمای اشتراک کننده در این نشست، والی کابل را از بهر مدیریت بهتر مقام ولایت و نیز کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا ستوده و گفتند که کارهای آقای حیدری الگوی خوبی در عرصۀ مدیریت است. آنان تأکید کردند که نیاز است تا والی کابل در زمینۀ محو فساد اداری در ادارات محلی ولایت کابل تلاش‌های خود را گسترده سازد.
----------------------------
کابل والي د کابل ولایت د دیني عالمانو سرتاسري شورا له غړو سره په لېدنه کې: کابل د ټول افغانستان د وګړو ګډ کور دی او باید د وګړو د یوې لویي ډلې له خوا اداره شي

سه شنبه د زمري ۷مه
د کابل والي او له کرونا وایروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې رییس محمد یعقوب حیدري، د «کابل د خلکو د همغږي عالي شورا» د جوړېدو په خاطر، نن سه شنبه د زمري په ۷مه د کابل ولایت د دیني عالمانو شورا له غړو سره ولیدل.

ښاغلي حیدري په دې ناسته کې د دیني عالمانو د ملاتړ ژمنه وستایله چې د« کابل د خلکو د همغږي عالي شورا» کې به ګډون کوي او زیاته یې کړه د هیواد د وضعیت په ښه کولو کې دیني عالمان ارزښتناک رول لري او باید په یوه غږ د نظام ملاتړ وکړي. هغه وویل کابل ولایت د ټولو توکمونو او قشرونو کور دی او باید د یوه لوی ولسي جوړښت له خوا اداره شي.

د کابل والي زیاته کړه د کابل ولایت د اداري جوړښت بدلون به د دې شورا له بنسټیزو موخو څخه وي. هغه وویل دیني عالمان کولای شي په دې شورا کې په خپلي لویي ونډې سره له دې لاري د کابل ولایت محلي ادارو سره مرستندوی و اوسي.

محمد یعقوب حیدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د هغو ستونزو یادونه وکړه چې دیني عالمان ور سره مخ دي او ویې ویل د دیني عالمانو د شورا په منځ کې نه همغږي د دې لامل شوې چې د ادارو ټولې پرېکړې په تېره د هغوی د ستونزو حل د کاغذ پر مخ پاته کېږي. ښاغلي حیدري ټینګار وکړ چې د کابل په کچه دې د ستونزو د حل په موخه قوي شورا جوړه شي او په هغې کې دې د دیني عالمانو رول د پام وړ او ډیر وي.

په عین وخت کې د دیني عالمانو استازو په دې ناسته کې د « کابل د خلکو د همغږي عالي شورا» د جوړېدړو په اړه خوښي وښووده او زیاته یې کړه د دې شورا له جوړېدو وروسته دې د دیني عالمانو ستونزو ته جدي رسیدګي وشي. هغوی روښانه کړه چې د خلکو د راټولو لپاره د دیني عالمانو مرسته ښه لاره ده او باید د هغوی ونډه په داسې شوراګانو کې د حکومت له خوا له پامه و نه غورځول شي.

په دې ناسته کې دیني عالمانو، د کابل والي د ولایت د مقام او د کرونا په وړاندې د مبارزې بیړنۍ کمېټې د ښه مدیریت کولو له امله وستایل او ویې ویل د ښاغلي حیدري کړنې د ښه مدیریت الګو ده. هغوی ټینګار وکړ چې اړتیا ده تر څو د کابل والي د کابل ولایت په محلي ادارو کې د اداري فساد د ختمولو په موخه خپلې هڅې پراخې کړي.