جلالتمآب محترم محمد اشرف غنی رییس جمهوری کشور بعد برگشت از نشست امنیتی مونیخ، سلسله مشورت‌های خویش را در رابطه به صلح، آغاز کرد

جلالتمآب محترم محمد اشرف غنی رییس جمهوری کشور بعد برگشت از نشست امنیتی مونیخ، سلسله مشورت‌های خویش را در رابطه به صلح، آغاز کرد
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان شام دیروز در آغاز سلسله مشورت ها در رابطه به صلح و خطرات و فرصت های احتمالی آن، با والیان دیدار کرد.
در این دیدار ابتدا رئیس جمهور غنی در مورد فرصت های جدید در پیوند به پروسۀ صلح صحبت کرد و والیان را از سفر اخیرش به آلمان و دیدارهایش با متحدین افغانستان در حاشیۀ نشست امنیتی مونیخ، در جریان گذاشت.
رئیس جمهور گفت که ما به سوی آغاز یک پروسه جدید میرویم تا فرصت ها برای رسیدن به صلح پایدار فراهم گردد. وی افزود که ظرفیت ها و تحرک نیروهای امنیتی و دفاعی کشور افزایش یافته و نیروهای ما از حالت دفاعی به حالت تعرضی قرار گرفته اند.
رئیس جمهور غنی با تاکید بر تحکیم و تقویت پایه های نظام جمهوریت، خاطرنشان کرد که ادارات ملکی افغانستان ظرفیت های لازم حکومتداری را بخاطر ارائه خدمات بهتر به مردم، بدست آورده اند.
رئیس جمهور خطاب به والیان گفت که با اقشار مختلف مردم به ویژه علمای کرام، زنان و جوانان بیشتر کار کنند تا آنان را در راستای صلح و حمایت از نیروهای امنیتی و دفاعی کشور بسیج نمایند.
رئیس جمهور کشور همچنان در خصوص عرضه خدمات و رسیدگی به مشکلات مردم صحبت کرد و بر حمایت والیان از سکتور خصوصی تاکید ورزید.
رئیس جمهور با بیان اینکه آیا طالبان از جنگ دست خواهند کشید و رهبری آنان تعهد به صلح دارند، گفت که مردم صلح می خواهند و معنای صلح برای مردم این است که خشونت کاملاً خاتمه یابد و ثبات تعریف واضح داشته باشد. وی گفت که ما گفتمان صلح را ملی ساختیم، صلح ما سمتی و گروهی نیست.
رئیس جمهور غنی از ادامۀ تعهدات و پشتیبانی جامعه بین المللی از افغانستان، در دیدارهای اخیرش در نشست امنیتی مونیخ یادآوری کرده، گفت که متحدین ما هر کدام به نوبۀ خود یکبار دیگر از حمایت های شان از افغانستان، اطمینان دادند.
رئیس جمهور گفت که تیم مذاکره کنندۀ ما با اصول و دستورالعمل واضح به مذاکرات خواهد رفت و تصمیم نهایی را در خصوص صلح، مردم خواهند گرفت. وی افزود که مؤثریت، مشارکت و حدود صلاحیت تیم مذاکره کننده مهم است و صلاحیت آن را نظام جمهوری اسلامی افغانستان تعیین خواهد کرد.
وی تصریح کرد که مالکیت و رهبری صلح به دست حکومت افغانستان است و ختم جنگ خواست مردم ما می باشد و در مذاکرات، تیم مذاکره کننده حقوق بنیادی تمام مردم افغانستان را در نظر خواهد گرفت.
در این دیدار والی ننگرهار به نمایندگی زون مشرقی، والی فاریاب به نمایندگی زون شمال، والی تخار به نمایندگی زون شمال شرق، والی هرات به نمایندگی زون غرب، والی پکتیا به نمایندگی زون جنوب شرق، والی کابل به نمایندگی زون پایتخت، والی بامیان به نمایندگی زون مرکز و والی کندهار به نمایندگی زون جنوب، نگرانی ها و نظریات شان را در مورد صلح بیان نمودند.
والیان مذکور از رئیس جمهور بخاطر اینکه آنان را از جریانات و انکشاف اخیر در خصوص صلح واقف ساخت، تشکری کردند و خواست ها و پیشنهادات شان را در مورد وضعیت امنیتی، اقتصادی، تطبیق پروژه های انکشافی، تقویت ارتباطات استراتیژیک میان مرکز و ولایات، هماهنگی بیشتر، شریک سازی اطلاعات، تشریک مساعی میان والیان و ارگان های امنیتی و دفاعی و افزایش صلاحیت های شوراهای نظامی ولایات، مطرح نمودند.
آنان گفتند که تیم مذاکره کننده باید کوچک و متعهد به ارزش های ملی باشد، رهبری و مدیریت مذاکرات از سوی حکومت صورت گیرد و ما تلاش می کنیم تا تمام اقشار جامعه را در روند صلح و دفاع از جمهوریت بسیج سازیم.
---
جلالتمآب محترم جمهوررئیس محمد اشرف غنی د مونیخ امنیتي کنفرانس څخه له راستنېدو وروسته د سولې په اړه دخپلو مشورو لړۍ پیل کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه د مشورو لړۍ په پیل کې له والیانو سره وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې جمهوررئیس غني د سولې پروسه کې د نویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او المان ته یې د خپل وروستي سفر او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له متحدینو سره د خپلو کتنو په اړه والیانو ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس وویل، موږ د یوې نوې پروسې پر لور ځو چې پایداره سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي. هغه زیاته کړه، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه او تحرک زیات شوی او زموږ ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې قرار لري.
جمهوررئیس غني د جمهوري نظام د بنسټونو پر ټینګښت او پیاوړتیا په ټینګار څرګنده کړه، د افغانستان ملکي ادارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په خاطر د حکومتولۍ لازم ظرفیتونه لري.
جمهوررئیس والیانو ته په خطاب کې وویل، د خلکو له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول علماو، ښځو او ځوانانو سره ډېر کار وکړئ چې د سولې او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخو کې بسیج شي.
د هیواد جمهوررئیس همدا راز د خدماتو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د رسېدګۍ په اړه خبرې وکړې او له خصوصي سکتور څخه یې د والیانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د دې په بیانولو چې آیا طالبان به له جګړې لاس واخلي او یا د دوی رهبري سولې ته ژمنه ده وویل، خلک سوله غواړي او خلکو ته د سولې معنی دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړه توګه ختم او ثبات واضح تعریف ولري. هغه وویل، موږ د سولې خبرې ملي کړي، زموږ سوله سمتي او ډله ییزه نه ده.
جمهوررئیس غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې په خپلو وروستیو کتنو کې له افغانستان څخه د بین المللي ټولنې د ژمنو او ملاتړ د دوام یادونه وکړه وې ویل، زموږ متحدینو هر یوه په خپل وار له افغانستان څخه د ملاتړ ډاډ راکړ.
جمهوررئیس وویل، زموږ مذاکره کوونکی ټیم به له اصولو او واضح کړنلارې سره مذاکرې ته ولاړ شي او افغان ولس به په دې برخه کې نهايي تصمیم ونیسي. هغه زیاته کړه، د مذاکره کوونکي ټیم موثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به د هغه صلاحیت تعین کړي.
هغه څرګنده کړه، د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده او د جنګ ختمول زموږ د خلکو غوښتنه ده او په مذاکراتو کې به مذاکره کوونکی ټیم د افغانستان د ټولو خلکو بنسټي حقونه په پام کې ونیسي.
په دغه کتنه کې د ننګرهار والي د ختیځ زون، د فاریاب والي د شمال زون، د تخار والي د شمال ختیځ زون، د هرات والي د لویدیځ زون، د پکتیا والي د سویل ختیځ زون، د کابل والي د پایتخت زون، د بامیانو والي د مرکزي زون او د کندهار والي د سویلي زون په استازولۍ خبرې وکړې او د سولې په اړه یې خپلې اندېښنې او نظریات بیان کړل.
یادو والیانو له دې امله چې د سولې په اړه یې له وروستیو پرمختګونو او جریانونو خبر کړل، د جمهوررئیس مننه وکړه او د امنیتي او اقتصادي وضعیت، انکشافي پروژو د تطبیق، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا، د لازیاتې همغږۍ، د اطلاعاتو شریکولو، د والیانو او امنیتي او دفاعي ارګانونو تر منځ د هڅو د همغږۍ او د ولایتونو د نظامي شوراګانو د واکونو د زیاتولو په اړه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وکړل.
دوی وویل، مذاکره کوونکي ټیم باید کوچنی او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، حکومت دې مذاکرات رهبري او مدیریت کړي او موږ هڅه کوو چې د ټولنې ټول اقشار د سولې بهیر او جمهوریت څخه د دفاع لپاره بسیج کړو.