د چهارآسياب ولسوالۍ ولسوال د للندر بند له کار څخه ليدنه وکړه.

د چهارآسياب ولسوالۍ ولسوال د للندر بند له کار څخه ليدنه وکړه.
14-لړم-1398
محمد آغا احمدزی د چهار آسیاب ولسوالۍ ولسوال د للندر بند څخه په داسي حال کې لیدنه وکړ چې د کابل سېند حوزي ریس او د هندي کمپنۍ انجنيرانو هم ورسره ملتیا کوله.
ولسوال او یاد پلاوي د سيمي له خلکو سره هم وکتل او هندي انجنيرانو ته یې د پوره همکارۍ او امنيت ډاډ ورکړ.
د للندر بند څېړنيزې چارې پر مخ روانې دي او له بشپړېدو څخه وروسته به يې په نږدې راتلونکې کې رغنيزې چارې هم پيل شي.

د يادونې وړ ده چې دغه بند د څه باندې 250 مليونه ډالرو په لګښت جوړېږي چې د 144 مليونه متره مکعبه اوبو ذخيره کولو توان لري او په جوړېدو سره به يې د کابل ولايت دوه نيم مليونه استوګنو ته د څښاک اوبو زمينه برابره شي او ګن شمېر ځمکې به خړوبه کړي.

همدا راز د دغه بند په جوړېدو سره به يو مقدار برېښنا توليد شي چې د کابل ښار د برېښنا ستونزه تر ډېره بريده حل کړي.

همدا راز د چهارآسیاب ولسوال او یاد پلاوي 1000 جريبه ځمکه د تفريحي پارک جوړېدو لپاره د ځمکې د تثبيت په موخه له مختلفو سيمو څخه یې ليدنه وکړه او په پاى کې یې مناسبه ځمکه د ياد پارک د جوړېدو لپاره ځانګړې کړه.