سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی طی نشستی با والی کابل، راجع به تحقق پروژه های عام المنفعه بحث همه جانبه نمود

سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی طی نشستی با والی کابل، راجع به تحقق پروژه های عام المنفعه بحث همه جانبه نمود

جلالتمآب جواد پیکار سرپرست وزارت شهر سازی و اراضی با محترم محمد یعقوب حیدری والی کابل در دفتر کار اش دیدار کرد و بر دوام همکاری دو طرف و تحقق پروژه های عام المنفعه، بحث همه جانبه نمودند.

در این دیدار، ابتدا محترم یعقوب حیدری والی کابل از دست آورد های جلالتمآب جواد پیکار سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی در عرصه های تنظیم امور زمینداری افغانستان، تقویت سطح هماهنگی میان نهاد های سکتوری و فراهم ساختن فرصت های تطبیق پروژه های بزرگ ملی در کشور تقدیر به عمل آورد و در نقش و مسوولیت های جدید برای ایشان آرزوی موفقیت کرد.

سپس، جلالتمآب جواد پیکار سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی ضمن تقدیر از دست آورد های اخیر والی کابل، نقش ایشان را در عرصه تقویت سکتور شهری و تحقق پروژه های عام المنفعه حکومت موثر و حیاتی خواند.

در جریان این دیدار، سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی پیرامون برگزاری پنجمین کنفرانس ملی شهری، زمینه سازی برای گفتمان شهروندان با مسوولین حکومتی و توزیع سند ملکیت به باشنده گان ساحات غیر رسمی شهر کابل به گونه مفصل معلومات ارائه کرد و خواستار همکاری والی کابل در راستای توزیع سند ملکیت، استماع نظریات و پیشنهادات باشنده گان کابل و دریافت راه حل ها برای رفع معضلات موجود در تمام نواحی شهر کابل شد.

والی کابل از ابتکار سرپرست وزارت شهرسازی و اراضی در خصوص ایجاد فرصت برای گفتمان مردم با مسوولین حکومتی و توزیع سند ملکیت به ساکنین ساحات غیر رسمی شهر کابل ستایش کرد، توزیع سند ملکیت را در تاریخ کشور یک اقدام بی پیشینه خواند و در زمینه وعده همکاری نمود.

متعاقباً، هر دو جانب راجع به چگونگی ساخت مجتمع اداری ولایت کابل، تثبیت زمین برای مستفیدین برنامه شورا و رسیده گی به معضل عودت کننده گان و بی جا شده گان داخلی در آنولایت، طور مفصل صحبت نمودند.

در این دیدار تاکید بر آن شد تا طرح جامع و واضح از مجتمع اداری ولایت کابل به گونه دقیق و با توجه به نیازمندی ها و تسهیلات اساسی ترتیب گردد، به معضل عودت کننده گان و بی جا شده گان داخلی هرچه زودتر رسیده گی صورت گیرد و در خصوص تثبیت زمین مناسب برای مستفیدین برنامه شورا گام های عملی برداشته شود.

در اخیر، هر دو جانب یکبار دیگر، بر دوام همکاری های دو طرف، زمینه سازی برای تحقق پروژه های عام المنفعه حکومت، تقویت سطح هماهنگی میان نهاد های سکتور شهری و عرضه خدمات بهتر و موثر به مقاضیان، تاکید ورزیدند. 
-------------------------------

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کابل والي سره وکتل او د ټولګټو پروژو د تطبیق په اړه یې خبرې وکړې

جلالتمآب جواد پیکار د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له محترم محمد یعقوب حیدري د کابل والي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په دوه اړخیزه همکاریو او ټولګټو پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، لومړی د کابل والي محترم محمد یعقوب حیدري د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د جلالتمآب جواد پیکار لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ځمکوالی چارو تنظیم، د سکتوري ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او په هیواد کې د ملي او لویو پروژو د تطبیق لپاره د اړینو فرصتونو د برابرولو په برخه کې وستایلې او په نوي دنده او مسوولیتونو کې ورته د بریا هیله وکړه.

ورپسې، جلالتمآب جواد پیکار د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کابل والي د ورستۍ کړنو په ستاینې د هغه نقش یې د ښاري سکتور د پیاوړتیا او د حکومت د ټولګټو پروژو په تطبیق کې خورا مهم او ارزښتناکه وباله.

د دې ناستې په لړ کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د پنځم ښاري ملي کنفرانس د جوړېدو، د خلکو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د مشورتي ناستې او د کابل غیر رسمي ښاري سیمو اوسیدونکو ته د ملکیت سند وېش په اړه په بشپړه توګه معلومات وړاندې کړل او د کابل له والي څخه یې د ملکیت سند د وېش او همدارنګه د کابل ښاریانو د نظریاتو او وړاندیزو د اورېدو او په کابل ښاري څانګو کې د شته ستونزو د هوارۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کابل والي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له دې نوښت په ځانګړې توګه د خلکو او حکومتي چارواکو د مشورتي ناستې او د کابل غیر رسمي ښاري سیمو ته د ملکیت سند وېش څخه ستاینه وکړه، د ملکیت سند وېش یې د هیواد په تاریخ کې یو بې سارۍ ګام وباله او په دې اړوند د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړ.

ورسته بیا دواړو لوریو د کابل ولايت د اداري مجتمع د جوړولو په څرنګوالي، د شورا پروګرام ګټه اخیستونکو ته د ځمکې د تثبیت او په کابل ولایت کې د راستنېدونکو او کورني بې ځایه شویو ګډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ټینګار وشو ترڅو د کابل ولایت ادارې مجتمع لپاره یوه جامع او واضح طرحه اساسي اړتیاو ته په کتو جوړه شي، او په کابل ولایت د راستنېدونکو او کورني بې ځایه شویو ګډوالو ستونزو د هواری او همدارنګه د شورا پروګرام ګټه اخیستونکو ته د مناسبې ځمکې د تثبیت په پار ژر تر ژره عملي ګامونه پورته شي.

په پای کې دواړو لوریو یو ځل بیا د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام، د حکومت ټولګټو پروژو د ښه تطبیق، د ښاري سکتور ترمنځ د همغږۍ د کچې د لا پیاوړي کولو او متقاضیانو ته د ښه او موثره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.