Annual Report of 1390

 

د افغانستان اسلامي جمهوریت

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره

کابل ولایت مقام

..................................................................

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د کابل ولایت مقام د کړنو او  لاسته راوړنو لنډ رپوټ

 

 

-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د کابل ولایت مقام د کړنو او لاسته راوړنو لنډ رپوټ

د کابل ولایت مقام په روان کال کې خلکو ته د ښو خدماتو په عرضه کولو او د ښې حکومتدارۍ د تحقق په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي، چې له ځینې عمده لاسته راوړنو څخه به  د هر سکتور په تفکیک، په لنډه توګه یادونه وکړو.

لومړی:ـ د حکومتدارۍ سکتور

 

  • متوازن پرمختګ

ټولو ته جوته ده چې کابل ولایت د هیواد یو له ډیر ګڼ میشته ولایتونو څخه دی. د زیاتو ناحیو تر څنګ دغه ولایت څوارلس ولسوالۍ لري. ځینې ولسوالۍ یې له مرکز څخه لیرې پرتې دي، چې د نوموړیو ولسوالیو دا لیرې پروت موقعیت د دې لامل شوی ؤ، چې مرکزي حکومت هم ورته ډیره پاملرنه نه وه کړې. زیاتره نژدې ولسوالیو ته ډیر امکانات په لاس کې ورکړل شوي وو، مګر هغه نورې بیا هیرې وې. په دې ولایت کې د متوازن پرمختګ څرک نه لګیده.  خو له نیکه مرغه په دې وروستیو کې د ولایت د رهبري پلاوي له خوا په متوازن پرمختګ باندې ډیر ټینګار کیږي. د  رهبري پلاوي په اند د کابل ولایت هره څنډه پر موږ حق لري چې ساتنه، پالنه او د پرمختګ له پاره یې نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړو.

  • د لومړیتوبونو ټاکنه

د کابل ولایت رهبري پلاوی هڅه کوي، چې د ولس له خوا د وړاندیز شوو پروژو له تحلیل او تجزیې وروسته نوموړې پروژې په منظمه توګه په لومړیتوبونو وویشي. د کابل ولایت رهبري پلاوی د هیواد د پرمختګ له پاره د لومړیتوبونو په ټاکنه باندې ټینګ باور لري. ښه بیلګه یې د PBGF یا د والي د اجرااتو پر بنسټ ولاړه بودیجه ګڼلی شو. له دې بودیجې څخه زیاتره هغه پروژې تمویل شوې دي، چې مالي لګښت یې کم مګر موثریت او مثمریت یې خورا زیات دی.

 

  • څارنه او ارزونه

څه موده مخکې د کابل ولایت رهبري له خوا د ټولو ولسوالیو د چارو د څارنې او ارزونې له پاره یو اته کسیز پلاوی وټاکل شو. دې پلاوي دنده لرله تر څو په ناببره توګه د یوې ولسوالۍ له ټولو چارو څخه لیدنه وکړي. دا لړۍ په ټولو ولسوالیو کې په ډیر بریالیتوب سره پای ته ورسېده. له ولسوالیو څخه  ټول اړوند راټول شوي مواد وروسته له توحید څخه د ولایت رهبري ته وړاندې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې چې ټولو سکتوري رییسانو او ټولو ولسوال صاحبانو په کې ګډون کړی ؤ، ورباندې هر اړخیزې خبرې وشوې. اړوندو ارګانونو ته دندې وسپارل شوې، تر څو د هغو ستونزو د ایسته کولو له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې د ارزونې په پایله کې لاسته راغلې دي. د یادولو ده، چې د کابل ولایت رهبري په پام کې لري، چې د دې څارنې او ارزونې لړۍ په نژدې راتلونکي کې ټولو سکتوري ریاستونو ته هم وغزوي.

 

  • د شکایاتو د اوریدلو د میکانیزم فعالول

 اوس د کابل ولایت مقام د خپلو مامورینو او ټولو عامه وګړو د شکایتونو د اوریدلو له پاره یو روڼ میکانیزم په کار اچولی دی. د کابل رهبري پلاوي له خوا یوه څلور کسیزه کمیټه ګمارل شوې، تر څو د مامورینو او خلکو ټول شکایتونه که په پټه د شکایاتو په صندوق کې لویږی او یا په مستقیمه توګه د خلکو له خوا شریکیږي، باید د دوو اونیو په لړ کې یو ځل له والي سره شریک شي. د دې کار په پیل سره د ولایت په چارو او د اداري اصلاحاتو په برخه کې موږ ښې پایلې تر لاسه کړې دي.

 

  • د استخدام په پروسه کې روڼتیا

اوسمهال د ولایت مقام او ټولو اړوندو سکتوري ارګانونو له پاره چې کوم مامورین په دنده ګمارل کیږي، د یوې رڼې سیالۍ له لارې جذبیږي. که د ولایت په تشکیل کې کوم څوک کم وي نو د استخدام د کمیټې له خوا نوموړی بست د ولایت د اعلاناتو په تخته هم ځوړند کیږي او د ولایت په ویبپاڼه کې هم خپریږي. تر څو ډیر وړ کس جذب شي، همدارنګه د یوې شپږ کسیزې کمیټې له خوا یې ټولې چارې څارل کیږي.

 

  • حساب ورکوونه

کابل ولایت رهبري د خپلو کړنو حساب ورکوونې ته پوره پاملرنه کوي. د خلکو د استازو یعنې د ملي شورا او ولایتي شورا د غړو له پاره یې تل د حساب ورکونې دروازې پرانیستې دي. کابل ولایت مقام ولس ته د حساب ورکوونې له دوو لارو څخه کار اخلي. لومړی د خلکو استازو یعنې د ملي شورا او ولایتي شورا غړو ته حساب ورکوونه، ډیر ځله د ولایت رهبري پلاوی په خپله غونډې تنظیموي او د ولایتي شورا ټول غړي راغواړي او د خپلو کړنو په هکله حساب ورکوي. دویم ډول حساب ورکوونه بیا په مستقیمه توګه له ولس سره د ناستې په واسطه صورت نیسي. په میاشت کې څو ځله والي صاحب خپله ولسوالیو ته سفر کوي او برسیره د دوی د ستونزو اوریدلو، هغوی ته د خپلو کړنو په هکله حساب هم ورکوي. بل دا چې د کابل ولایت دروازې د ټولو خلکو پر مخ خلاصې دي او هر وخت کولی شي چې د ولایت له چارواکو څخه حساب واخلي. 

 

  • د ولایت په کچه د اداري واحدونو پراخول

سږ کال د کابل ولایت په سکتوري ریاستونو کې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ریاست اضافه شو او همدارنګه د افغانستان د سرې میاشتې ادارې، ښاري پراختیا وزارت او ځوانانو معینیت ته مو هم خپل وړاندیزونه لیږلي تر څو د کابل ولایت په کچه خپل اړوند ریاستونه پرانیزي.

 

  • د مالي چارو ښه تنظیم او پر ځای لګښتونه

کابل ولایت ډیره هڅه کړې چې ټولې مالي سرچینې په ښه توګه ولګوي. په دې برخه کې غواړم چې د انکشافي بودیجې چې په کابل ولایت کې یوازې  د PBGF پروګرام لګیا دی، لږ څه رڼا واچوم. له یادې شوې بودیجې څخه د ټرانسپورټي وسایلو له پاره د تیلو له پاره ګټه اخیستل کیږي، چې له انکشافي بهیر څخه د څارنې په بهیر کې یې له موږ سره ډیره مرسته کړې ده. د کوچنیو ترمیماتي مسایلو په برخه کې، د عامه اړیکو د غزیدلو په برخه کې، د ظرفیتونو د لوړاوي په برخه کې او داسې نورو او بله د پام وړ خبره دا چې په کابل ولایت کې هڅه شوې چې له دوو بودیجو څخه په